طالبان:هغه کسان نیول سوي چي ترکيې ته دانتقال اوازې يې خپرولې
۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبهد طالبانو په اطلاعات او کلتور وزارت کي د رسنیو د څار او نظارت مشر عبدالحق حماد وايي، د استخباراتو ریاست هغه کسان نیولي دي چي د کابل له هوايي ډګره ترکيې هیواد ته د خلکو د انتقالولو اوازې يې خپرې کړي وې.
د طالبانو دغه چارواکي نن پنجشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، استخباراتو پر اوازه خپرونکو سربېره یوشمېر هغه کسان هم نیولي دي چي ځانونه يې د طالبانو غړي معرفي او دکابل هوايي ډګر مخ ته يې ورغلي خلک په هوايي ټکانو بېرولي او سپکاوی يې ورته کړی دی.
اړوند: د کابل هوايي ډګر ته بيا ولي خلکو ورمات شوي ول؟
د تېري چهارشنبې په شپه کابل هوايي ډګر د زیاتو هیوادوالو د ورتګ شاهد ؤ.
دغه افغانان د هغي اوازې پر بنسټ هلته ورغلي ول، چي ګواکي د زلزله ځپلو سره د مرستي په موخه ترکيې هیواد ته بیول کیږي.
هغه ویډیوګاني او عکسونه چي په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوي، لیدل کېږي چي د طالبانو نظامي کسان په خطايي ټکانو او کرکجن چلند د کابل هوايي ډګر له مخه ورغلي خلک شړي.
د ټولنیزو رسنیو یوشمېر کارکوونکو دغي پيښي ته په غبرګون کي لیکلي ول، په افغانستان کي د طالبانو ترواک لاندي حالت داسي تریخ دی چي ان خلک غواړي زلزله ځپلو سیمو ته لا هم ځیني ولاړ سي.
اړوند: ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو له پاره شرط ايښی
ترکیه د هغو ډېرو افغانانو له پاره چي غواړي په غیري قانوني ډول اروپا ته کډوال سي د تېرېدو یوه لاره ده.
په عام ډول افغانان د ایران له لاري ترکيې، بیا یونان او وروسته نورو اروپايي هیوادونو ته ځانونه رسوي. ځیني وختونه ترکیه په دغه هیواد کي پاته کډوال بیرته افغانستان ته شړي.