طالبانو د پاکستان په غونډه کې نه ګډون تور لېست عنوان کړی
۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د طالبانو له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې لیکلي دي چې د مرکچي پلاوي «زیاتره» غړي له دې کبله سفر نه شي کولی چې نومونه یې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.
د یکشنبې په ورځ په دغه خپره شوې بیانیه کې په دې هکله نور جزئیات نه دي وړاندي شوي. په اعلامیه کې دا هم نه ده روښانه شوې چې څرنګه تر دې دمخه د طالبانو یو شمیر غړو وکولای شول په متحده عربي آماراتو او قطر کې په غونډو کې برخه واخلي.
طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او مرکچي پلاوی یي هم هلته استوګن دی. په اسلام آباد کې احتمالي خبرې اترې له دې کبله هم مهمي گڼل کیدې چې دغه هیواد ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره هم مهاله وي.
د طالبانو په ۱۴ کسیزه مرکچي ډله کې د ګوانتانامو د زندان پخواني پنځه طالب بندیان هم شامل دي. د حقاني شبکې د مشر ځوان ورور انس حقاني چې په کابل کې بندي دی، هم طالبانو د مذاکره کوونکي ډلې د غړي په توګه معرفي کړی دی.