طالبانو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د مخنیوي هوډ کړی
۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالب یاغیانو ویلي دي چې دوی به هر هغه کس په نخښه کړي چې د دغې پروسې د بریالي کیدو هڅه کوي، په ځانګړې توګه افغان امنیتي ځواکونه.
تر دې دمخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي ول چې لږ تر لږه ۵۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه به د اکتوبر مياشتي پر شلمه د رای ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت ټینګ کړي.
رپوټ زیاتوي چې طالبانو نه یوازې ټاکنې د اسلامي قانون پر ضد بللې، بلکې په خبره یې د افغانستان له ملي ګټو سره څرګنده په ټکر کې دي.
په تیرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د پارلماني ټاکنو اته کاندیدان وژل شوي دي. تیره اوونۍ د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې لږ تر لږه ۱۸کسان ووژل شول او نزدې پنځوس تنه ټپیان شول. د دغه برید مسئولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.
آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې کابل میشته د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي، په دې آند دی چې ټاکنې د طالبانو مهمه سیاسي ایدیالوژي ګواښي، کومه چې ټاکنې ردوي او پر وفادارۍ یا بیعت باندې ټینګا کوي.
سعیدي ویلي دي: «دا یوازینی علت دی چې طالبان هڅه کوي چې د دغې پروسې مخه ونیسي.» سعیدي، ادعا کوي چې طالبان چې د جرمونو مرتکب شوي دي، د دې مشروعیت نه لري چې په افغانستان واکمني وکړي.