طالبانو په خوست کې د څلورو رسنیو مشران ولې له ځان سره ساتلي؟
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهپه خوست کې یوه خبریال چې د راډیو مشر یې په نیول شويو کسانو کې شامل دی، د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته ووویل، چې د امرباالمعروف ریاست د خوست څلورو ځایي رسنیو مشران لومړی په یوه غونډه کې د گډون له پاره ورغوښتي ول او وروسته یې له ځان سره بندیان کړي دي.
نوموړی وویل: «د خوست غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخیل، د زرغون تلویزیون او ولس غږ راډیو د نشراتو مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو د نشراتو مدیر پامیر اندېش او د نن ایف ایم راډیو د نشراتو مدیر عبدالرحمن اشنا، تېره ورځ د امرباالمعروف ریاست د غونډې په نوم ورغوښتي دي، چې اوس یې له ځان سره کینولي او تیلفونونه یې قيد کړل شوي دي.»
اړوند مطلب: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې څلور زنداني خبریالان خوشي کړي
دغه خبریال زیاتوي، چې دوی ته د خپل مشر سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوي: «موږ غوښتل چې خپل مشر سره ملاقات وکړو، خو موږ ته یې اجازه را نه کړه او راته وویل شول، چې بیا دلته شاوخوا ته هم رانشئ.»
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم مني، چې په خوست کې یې د څلورو رسنیو مشران ورغوښتي دي.
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر دویچه ویله ته وویل، چې په خوست کې د تېر څو میاشتو راهیسې له رسنیو سره په جنجال کې دي، چې د ده په خبره هڅه یې وکړه، تر څو « رسنۍ اصلاح کړي» خو په وینا یې د خوست ځینو رسنیو له اسلامي اصولو سرغړونې ته دوام ورکړی دی.
اړوند مطلب: افغانستان: د طالبانو په راتګ سره لسګونه رسنۍ بندې شوي دي
مهاجر وایي، چې د څلورو رسنیو مشران یې د یوه سیمینار لپاره ورغوښتي، تر څو هغوی ته ورزده کړي، چې د « اسلامي اصولو» سره سمې خپرونې وکړي.
نوموړي وویل: «د ولس غږ راډیو، د نن راډیو د غرغښت او چنا راډیو مشران تېره ورځ روزنیز سمینار ته راوستل شوي، تر څو ور زده کړل شي، چې څنګه په اسلامي اصولو برابر نشرات وکړي. دوی د اسلامي اصولو خلاف نشرات کول.»
د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې سمینار د ورځې ترسره کیږي، نو ولې هغوی د شپې هم ساتل شوي، عاکف مهاجر وویل: « دوی ته درې وخته درس ورکول کیږي، سهار، د ماسپېښن وروسته او له ماښام وروسته. هڅه کوو چې دا سیمینار ژر پای ته ورسیږي.»
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر عبدالقدیم ویاړ وایي، دوی په خوست کې د طالبانو له لورې د خبریالانو د ورغوښتو خبر ترلاسه کړی، خو په وینا يې طالبانو ورته ویلي، چې دوی یې د سمینار لپاره ورغوښتي دي.
ویاړ وایي، دا خبریالان دې ژر ازاد کړل شي: «موږ په خبرو کې یو. که په دوی کوم جرم یا څه مسله وي، نو هغوی [طالبان] دې هغه د خبریالانو ځایي ټولنو سره حل کړي. دا خبریالان باید ازاد شي.»
اړوند مطلب: د مطبوعاتو آزادي
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طالبانو په سیمه ییزو رسنیو نوي محدودیتونه وضع کړل او د دغه ډلې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په تلویزیونونو او راډیوګانو کې د موسیقۍ په نشرولو کلک بندیز ولګوه.
وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې طالبانو واک ترلاسه کړ، په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادي محدوده شوې ده. طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په رسنیو سخت محدودیتونه وضع کړي او په لسگونو خبريالان یې نيولي دي.