طالبانو په کابل کې د جاپانۍ رسنۍ خبريال نيولى دى
۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبهد اکبري ورور د یکشنبې په ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ډلې سره په خبرو کې ویلي : «دغه خبریال د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا د نوموړي لپ ټاپ، کامره او موبایل ټیلیفون هم ضبط شول.»
د رسنیو د ملاتړ د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیمه ورته پېښه ده.
دوه نور افغان خبریالان هم د لنډ وخت لپاره توقیف شوي ول. خو وروسته په ضمانت خوشي شول.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، د خبریالانو «ډلېز نیول» په افغانستان کې د رسنیو په ټولنه کې وېره او سانسور ډیر کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیرته واک ته د رسیدو راهیسې، دغې ډلې په هیواد کې پر رسنیو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، لسګونه خبریالان له دغو بندیزونو د سرغړونې په تور په موقتي ډول نیول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت شوې دي.