1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د ټانګر جوړونې په سرای کې چاودنې ۳ کارګر وژلي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۳, یکشنبه

طالبانو په غزني ولایت کې د ټانکر جوړونې په یوه سرای کې د چاودنې په پایله کې د درو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. همدرانګه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو په یوه شرکت کې هم اور لګیدنه رامنځته شوې ده چې علت یې معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/4mXfI
یو ځوان په کابل کې د سوزیدلي ټانکر د ویل د پاسه ناست دی. انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه دی
د چاودنې پر مهال دری تنه کارګر په ټانکر کې دننه ولانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدر سیمه د شنبې په ماښام د پرله پسې اور لګیدنې او چاودنې شاهده وه. د سرچینو په حواله دغه اورلګیدنه د شنبې په ماښام شاوخوا ۶ بجې پیل شوه او وروسته له هغې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي د اور سترې شعلې لیدل کیږي چې لوخړې یې اسمان ته پورته کیږي. طالبانو دغه اورلګیدنه تائیده کړې ده.

په کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران ویلي دي چې دغه اور لګیدنه د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر سیمه کې د ګازو په یوه شرکت کې رامنځته شوې ده.

نوموړي تاییده کړې ده چې د اور وژنې عمله سیمې ته استول شوې ده. تر اوسه پورې د دغې اور لګیدنې له کبله د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دویچه ویله له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

په ورته وخت کې په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د ټانکر جوړونې په یوه دستګاه یا سرای کې د چاودنې د رامنځته کیدو خبر ورکړی دی.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ټانکر جوړونې په یوه دستګاه کې د چاودنې په پایله کې دری تنه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه چاودنه د شنبې تر غرمې وروسته د څلورمې حوزې اړوند بلخ دروازې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، چاودنه په داسې وخت کې رامنځته شوې ده چې دغه دری تنه کارګر په یوه ټانکر کې دننه پر کار کولو بوخت ول.

د طالبانو تر کنترول لاندې رسنیو ویلي دي چې د دې پيښې علت په ټانکر کې دننه د وِلډنګ یا جوش دستګاه انفجار کول وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا