غویی لاړ پړانګ راغی؛ له چینایي جنتري سره آشنا شئ
په چين کې نوی کال د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه پيلېږي. د چين جنتري له ۱۲ حيواناتو څخه جوړه شوې ده او د چينايانو په وينا، هر څوک چې په دغو کلونو کې زېږېدلی وي، خاصې ځانګړتياوې لري.
چيناي نوي کال
په ټوله نړۍ کې تر یو ميلیارد او ۴۰۰ میلیونو زیات خلک د فبروري مياشتي پر لومړۍ نېټه د نوي کال پیلوي. د چين د قمري جنتري له مخې، سږ کال د پړانګ کال دی. دا نومونه او طبقه بندي هیڅ علمي بنسټ نه لري او د سیمې د خلکو د دوديزو عقایدو پر بنسټ دي.
د موږک کال
په چين کې لومړی کال د موږک کال دی او ۱۹۶۰، ۱۹۷۲، ۱۹۸۴، ۱۹۹۶، ۲۰۰۸ او ۲۰۲۰ کلونو دغه نښه درلوده. چینایان په دې باور دي چې د موږک په کال کې زیږیدلي خلک یو مینه ناک او خوندور شخصیت لري، هوښیار، ټوکمار او وفادار دي. د چینایانو په وینا، موږک زړور نه دی او د مدیریت او مشرتابه له پاره مناسب نه دی.
د غوايي کال
په چين کې د جنترۍ دويم کال د غوايي کال دی او ۱۹۶۱، ۱۹۷۳، ۱۹۸۵، ۱۹۹۷، ۲۰۰۹، ۲۰۲۱ کلونه د غوايي کلونه بلل کېږي. چینایان په دې کال کې زیږیدلي خلک سخت، جدي، صبرناک او مسؤلیت لرونکي ګڼي. د چينايانو په اند، د غوايي په کال کې پيدا شوي خلک ډېر خبرې کوونکي نه دي او زياتره يې په صنعتي، ماشين جوړونې او معلوماتي ټکنالوجۍ کې موندل کېږي.
د پړانگ کال
د چين په جنتري کې دريم کال د پړانګ کال دی او ۱۹۶۲، ۱۹۷۴، ۱۹۸۶، ۱۹۹۸ او ۲۰۱۰ د پړانګ کلونه ول. د چین په دود کې، هغه خلک چې د پړانګ په کال کې زیږیدلي دي، زړور،حاضر ځواب، هوښیار، جذباتي او جدي ګڼل کیږي. د چینایانو د عقیدې له مخې دغه کسان د چا پیروي لږ کوي او تر ډېره په مدیریتي دندو کې موندل کېږي.
د سوی کال
د چين د جنتري په شمير کې څلورم کال د سوی کال بلل کېږي او د دغه حيوان نوم ۱۹۶۳، ۱۹۷۵، ۱۹۸۷، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۱ کلونو ته ورکړل شوی دی. د چينايانو له نظره د سوی په کال کې پيدا شوي خلک مينه ناک، نېکمرغه، مهربان او حساس خلک دي. چینایان وايي: «هغه کسان چې د سوی په کال کې زیږیدلي د نیوکې په اوریدلو خپه کیږي.»
د ښامار کال
په چين کې پنځم کال د ښامار په نوم نومول شوی دی. ۱۹۶۴، ۱۹۷۶، ۱۹۸۸، ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ کلونه د ښامار کلونه ول. د چینایانو په وینا، هغه خلک چې د ښامار په کال کې زیږیدلي دي، هوښیار، ځيرک، ځواکمن او جذباتي دي. د چینایانو په اند، هغه کسان چې د ښامار په کال کې زیږیدلي، مغروره دي، په خبرو اترو کي له «عادي حالت » نه وځي او غوسه کیږي.
د مار کال
د چين په جنتري کې شپږم کال د مار کال دی او ۱۹۶۵، ۱۹۷۷، ۱۹۸۹، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ د مار کلونه ول. چینایان په دې باور دي چې د مار په کال کې زیږیدلي خلک هوښیار، کينه گر، تحلیلونکي دي، که چیرې د دوی شخصي پولو ته درناوی ونه شي، نو تر فشار لاندی راځي.
د آس کال
د چين په جنتري کې اووم کال د اس کال دی او د دغه حيوان په نوم نومول شوی، ۱۹۶۶، ۱۹۷۸، ۱۹۹۰، ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴ کلونه. د چينايانو له نظره د اس په کال کې پيدا شوي کسان سفر کوونکی، زړه راښکونکی، بې صبره او مينه ناک شخصيت لري. چینایان وايي هغه کسان چې د اس په کال کې زیږیدلي دي، ځان خوښونکي او د نورو خلکو له ستونزو سره بي پروا دي.
د وزې کال
د چين په جنتري کې اتم کال د وزې کال دی او د دغه حيوان په نوم ۱۹۶۷، ۱۹۷۹، ۱۹۹۱، ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونه نومول شوي دي. چینایان په دې باور دي چې د وزې په کال کې زیږیدلي خلک تخلیقي، حیاناک، پاملرنې او د اندیښنې وړ شخصیت ځانګړتیاوې لري. د چینایانو په وینا، د وزې په کال کې زیږیدلي خلک نا هیلي دي او غواړي چې خپل خالي وخت په خپلو څلورو دیوالونو کې تیر کړي.
د بيزو کال
د چين په جنتري کې نهم کال د بیزو کال دی او ۱۹۶۸، ۱۹۸۰، ۱۹۹۲، ۲۰۰۴ او ۲۰۱۶ کلونه د بيزو کلونه ول. د چينايانو په اند، د بیزو په کال کې پيدا شوي کسان، نوښتګر، ځواکمن او د بريالي شخصيت ځانګړتياوې لري. دوی (موقع پرست) ګڼي او «د دوی خوښي د نورو خلکو د ناخوښۍ په بيه تماميږي».
د چرگ کال
په چين کې لسم کال د چرگ کال دی او ۱۹۳۱، ۱۹۶۹، ۱۹۸۱، ، ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونه د چرگ کلونه ول. چینایان هغه کسان چې د چرگ په کال کې زیږیدلي دي صادق، پاک، عملي او ویاړونکي ګڼي. هغوی وايي چې «هغه څوک چې د چرگ په کال کې زیږیدلي دي په دي هڅه کي وي چې په پرله پسي توګه د نورو پام ځانته واړوي.»
د سپي کال
د چين په جنتري کې يوولسم د سپي کال دی او ۲۰۰۶،۱۹۹۴،۱۹۸۲،۱۹۷۰،۱۹۵۸ و ۲۰۱۸د سپي کلونه ول. د چینایانو په وینا، د سپي په کال کې زیږیدلي خلک وفادار، صادق، حساس او عجیب شخصیتونه لري. د دوي په باور هغه کسان چې په دغه کال کې زیږیدلي، په خپله شاوخوا کې د نړۍ په اړه یو پیچلي انګیرنه او منفي نظر لري او له همدې امله، دوی په «مجرمانو د بدلیدو» او «په ناقانون ډول د ګټې ترلاسه کولو» په خطر کې دي.
د خنځير کال
په چين کې دولسم کال د خنځير کال دی او د ۲۰۰۷،۱۹۹۵،۱۹۸۳،۱۹۷۱،۱۹۵۹ و ۲۰۱۹ کلونه د خنځير کلونه ول. چینایانو په دې اند چې هغه خلک چې د خنځیر په کال کې زیږیدلي دي هوښیار، دوستانه او کمال خوښونکي دي. چینایان وايي چې دغه کسان "خوش باوره " دي چې په اسانۍ سره ترې ګټه اخیستل کیږي.