فرانسه: بنسټپالنې ته د تبلیغ په جرم جومات تړل کیږي
۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبهد فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمینن، د سه شنبې په ورځ یوه تلویزونې شبکې سره په مرکه کې وویل چې دوی د فرانسې په شمال ۱۰۰ کیلومترۍ کې د بووئ ښار د یوه جومات د بندولو بهیر پیل کړی دی.
دغه ښار شاوخوا ۵۰ زره نفوس لري. د شپږو میاشتو له پاره د دغه جومات د تړلو پریکړه د ملا امام د افراطي تبلیغ له کبله شوې ده.
جیرالډ دارمینن وایي چې د جومات خطیب یا ملا امام په خپلو خطبو کې «عیسویان، هم جنس بازان بلل او یهودان یې په نښه کول.»
د واز په نامه سیمې چیرې چې د بووئ ښار موقعیت لري، چارواکو لا پخوا اعلان کړی وو چې دوی د دغه ملا امام د خطبې له کبله د جومات پر بندولو غور کوي. دوی ادعا کوي چې نوموړي امام په خپلو خطبو کې کرکې، تشدد او له جهاد څخه دفاع ته خلک هڅول.
د واز یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د هر ډول عملیاتو څخه مخکې د معلوماتو د را ټولو له پاره ۱۰ ورځې وخت ته ضرورت دی.
د یوه سیمه ایزې ورځپاڼې کوریئر پیکارډ، په وینا د جومات دغه ملا امام په دې وروستیو کې اسلام قبول کړی وو.
ورځپاڼې د جومات د منتظمینو کمیټې د یوه وکیل په حواله ویلي دي چې د جومات د ملا امام د څرګندونو يوازې ځيني برخې را اخيستل شوي او پرې قضاوت شوی دی او دوی د واز سیمې د چارواکو تر لیک وروسته دغه ملا امام له دندې هم ګوښه کړل شوی دی.
تر اوسه پورې پر ۲۱ جوماتونو او عبادتځایونو بندیز لګول شوی
دارمینن د روان کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې فرانسه به د بنسټپالنې پروپاګند خپرولو په برخه کې د عبادتځایونو او ټولنو پر وړاندې څارنه او تفتیش زیاتوي.
دغه تحقیقات یا څارنه د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې د یوه ښوونکي سیمویل پيټي، تر قتل وروسته پيل شوې وه. دغه ښوونکی د شارلي ابدو په مجله کې خپور شوی د اسلام د پيغمبر شخړیز کاریکاتور په صنف کې زده کوونکو ته ښودلی وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې وروستیو میاشتو کې په فرانسه کې په مجموع کې له ټولو ۲۶۲۳ جوماتونو څخه د ۹۹ جوماتونو او مسلمانانو د عبادتځایونو په اړه پلټنې او تحقیقات شوي دي، ځکه دغه عبادتځایونه د افراطي نظریانو پر خپرولو تورن ول.
په فرانسه کې په مجموعي توګه ۲۱ جوماتونه او عبادتځایونه د مختلفو دلایلو له امله بند کړای شوي دي، په داسې حال کې چې د فرانسې د افراطیت او بيلتون غوښتنې د قانون په اساس د شپږو نورو په اړه تحقیقات جریان لري.
آژانسونه: ش.ن