فرانسه په آراس کې ۷۰۰۰ سرتيري ګماري
۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبهرپوټونه وايي چې د چړې دغه بريد د جمعې په ورځ د آراس ښارګوټي په ګامبتا لیسې (Gambetta high school) کې شوی چې په کې درې تنه ځوانان ټپیان شوي هم دي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، الیزې، د شنبې په ورځ وويل چې غواړي په یاد ښارګوټي کې ۷۰۰۰ سرتيري ځای پر ځای کړي چې بهیر به ېې د يکشنبې ورځې تر ماښامه بشپړ شي.
فرانسې د جمعې په ورځ د ولسمشر امانويل ماکرون په مشرۍ تر ېوې بېړنۍ امنيتي غونډې وروسته، د خبرداري کچه تر ټولو لوړې درجې ته پورته کړه.
ماکرون په خپلو خبرو کې وويل چې په یوه بله سیمه کې یو بل «برید ته هڅه» شنډه کړل شوي ده.
ماکرون په آراس کې چېرته چې ګڼ شمېر مسلمانان او یهودیان په کې ژوند کوي، د جمعې ورځې برېد غندلی او هغه ېې د «اسلامپاله ترور» یو عمل بللی.
ماکرون له یاد ښوونځي څخه تر کتنې وروسته وويل چې «دغه ښوونځی د اسلامپاله تروریزم تر وحشت لاندې راغلی دی.»
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې د برید قرباني په احتمال سره د بریدګر د بريد د مخنيوي په موخه هڅه کې د ډيرو کسانو ژوند ژغورلی دی.
برید کوونکی شل کلن محمد موګوچکوف د پولیسو له خوا نيول شوی دی. هغه په اصل کې د روسيې د جنوبي قفقاز چيچين سېمې له مسلمانانو څخه دی.
د پولیسو يوې سرچېنې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې موګوچکوف له مخکې د یو امنيتي ګواښ په توګه پېژندل شوی وو. په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې نوموړي د حملې پر مهال د «الله اکبر» نعره کړې ده.
(AFP)mks/mns