فيليپين: په توپان او ځمکه ښوېدنه کې ۴۵ تنه مړه شوي
۱۴۰۱ آبان ۷, شنبهد مانيلا او د هغه په اطرافو کې پراته ښارګوټي د شنبې په ورځ د نالګي (Nalgae) استوايي یا ګرمسیره توپان سره مخ شول کوم چې د چارواکو په خبره ۴۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په قربانيانو په ډله کې تر ټولو ډير ېې په جنوبي ایالتونو کې د ځمکې ښوېدنې له کبله مړه شوي دي.
په ابتدا کې د ۷۲ کسانو د مړېنې وويل شو خو چارواکو د پېښې په سیمو کې تر پلټنو وروسته د مړو شمیر ۴۵ اعلان کړ. ۱۸ بنديان هم لادرکه شوي دي چې ژغورونکو ېې لټون کوي.
زورولې زلزلې په فیليپین کې ځاني او مالي زیانونه اړولي
د ميلانو د ښاروالۍ دفتر ويلي دي چې د دغه ښار د ساحلي سیمو اوسيدونکي ايستل شوي او په ټولو درجه ښوونځي په موقتي توګه تړل شوي دي.
د مانيلا ښاروالې، هني لاکونا پانګن د ښار د هديرو تړلو امر کړی دی، چیرته چې په پام کې وو د شنبې په ورځ د آل سینتس دې (All Saints' Day) مذهبي مراسمو له پاره په ميليونو خلک ورشي.
په سویلي آسیا کې د اورښتونو له کبله د مړو شوو شمیر لوړ شوی
د رويټرز خبري آژانس په حواله د توپان اعظمي سرعت ۹۵ کیلومتره په يو ساعت او د شدیدو څپو سرعت ېې بیا تر ۱۳۰ کيلومتره په یو ساعت کې دی چې له کبله ېې د شنبې په ورځ د فيليپين په ختيځ کې څو ځایه ځمکې ښويدلي دي.
زياته شوې چې هوايي شرکتونو ۱۱۶ داخلي او نړيوال پروازونه لغوه کړي. ساحلي ساتونکو ويلي دي چې نژدې ۷۵۰۰ مساپر، موټرچلونکي او د تجارتي کشتيو مرستندويان په بندرونو کې بند پاته دي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.
له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: