1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

فلپين د داعش د ترهګرۍ تر سیوري لاندې

۱۳۹۷ آذر ۲۸, چهارشنبه

تیر کال د داعش څو سوه کسیزې ډلې د مراوې ساحلي ښار تر خپل کنترول لاندې راوستلی وو. که څه هم فليپيني پوځ دوی ته ماته ورکړه، خو د«اسلامي دولت» ډلې هلته پښې ټینګې کړي دي. له ماراوی، څخه د ساندرا پیټرزمن د رپوټ پښتو ژباړه.

https://p.dw.com/p/3ANmw
Stadt Marawi auf der südphilippinischen Insel Mindanao
انځور: DW/S. Petersmann

کله چې عبدل، د خپل ویجاړ شوي خوب کیسه کوي په مستقيم ډول کمرې ته ګوري. هغه خپل ۴۰ ملګري له لاسه ورکړي دي. د هغه مور پلار او خپلوان د مهاجرو په بیړنیو کمپونو کې ژوند کوي. عبدل له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زمونږ اصلي پلان دا وو چې د ماراوی پر پوځي کمپ برید وکړو او پوځ له ښاره وباسو.»

وروسته هغه وویل چې د رهبرۍ له خوا ورسره ژمنه شوې وه چې په دې توګه به د فلپين حکومت د اوږدې مودې له پاره ونه شي کولی د دغه هیواد په سویلي ښار کې د یوه اسلامي دولت د رامنځته کیدو مخه ونیسي.

دغه ځوان سړي خپل مخ په عربي دسمال پټ کړی وو او یوازې سترګې یې ښکاریدلې. هغه جینز پتلون، عادي بوټان او خولۍ پر سر کړې وه او د ګاونډي هیواد د یوه عادي وګړي په څير ښکاریده. مونږ په یوه بی وسله شوي سیمه کې یو پخوانی ښوونځی د ملاقات له پاره وټاکه.

سیمې ته د داخلیدو په ساحه کې یو چا په زیړ رنګه سپرې پر دیوال لیکلي دي «زه له داعش سره مينه لرم»، په دې توګه په ډیرو ځایونو کې له «اسلامي دولت» ډلې څخه یادونه شوې ده. دا جمله له یوې ټوټې سره پټه کړای شوې وه او د ځمکې پر مخ کثافات، سرپوخونه او د مرمیو پوچکې پرتې دي.

که له پورته څخه دغې ویجاړې شوې سیمې ته وکتل شي، نو د جګړې د پای ته رسیدو یو کال وروسته هم د ماراوي دغه لرغونی او تاریخي ښار د خرابیو یو انبار معلومیږي. له دې ځایه کډه شوي خلک دغه سیمه"Ground Zero" یا د صفر ځمکه بولي، ځکه دلته هر څه ویجاړ شوي دي.

په سیستماتیک ډول هوایې بریدونو، د درنو توپخانو ډزو، او کور په کور بی رحمانه جګړو د ماراوی ښار د موصل، حلب او رقې په څیر د ارواحو پر ښار بدل کړی دی.

عبدل ۱۷ کلن وو چې «د مسلمانانو د آزادۍ جنګ» په نامه د سیمه ایزو سخت دریځو د تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راغلی وو. نوموړي د دې کار له پاره له خپل پلار څخه «۷۰۰۰ پیزوز» چې شاوخوا ۱۲۰ یورو کیږي د تحفې په توګه ترلاسه کړي وې. دا په دې بی وزله سیمه کې ډيرې پيسې دي. مور پلار یې پر خپل زوی افتخار کاوه او له هغې څخه یې ډيرې پوښتنې نه کولې. دا چې یو څوک خپل زوی جګړې ته لیږي دا د فلپين په سویل کې یو پخوانی دود دی.

تاریخي بی عدالتي

په مینداناو کې، د دغه هیواد په دویمه لویه ټاپو کې د آسیا یو تر ټولو لوی کړکیج شدت وموند.  په ۱۹۶۰ م کال کې د سیالو یاغي ډلو له خوا د فلپين د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون پیل شو: له خپلواکۍ څخه نیولې بیا په بشپړ ډول د حکومتي سیستم بدلول د مائوستانو، نیشنلستانو او مسلمانانو له اهدافو څخه شمیرل کیدل. د فلپين د نفوس یوازې تر پنځه سلنه لږ ډیر یې مسلمانان او لوی اکثریت یې رومانوي کاتولیکان تشکيلوي.

په مجموع کې د دغه هیواد تر ۹۰ سلنه ډیر مسلمانان چې شمیر یې شاوخوا شپږ میلیونو ته رسیږي په منداناو او کوچنیو ګاونډیو ټاپوګانو باسیلان، زولو او تاوي تاوي کې ژوند کوي. حتی دوی په دغو سیمو کې اوس هم په اقلیت کې دي.

په مسلمانانو کي دغه احساس برلاسی دی چي هغوی په دوامداره توګه د تاريخي بې عدالتيو قربانيان شوي دي. په لومړي ځل په ۱۶ پیړۍ کې د هسپانوي استعمار له خوا عیسوي دين دلته راوړل شو او تر شلمې عیسوي پيړۍ پورې د امریکایې او جاپاني ښکیلاک له خوا د سیمې پر خلکو تحميل کړای شو.

عبدل فلپيني سیاستوال، فاسد او درواغن بولي. د هغه په باور د فلپين حکومت په هدفمندانه توګه په میندناو کې عیسویان میشت او ځای پر ځای کوي، څو د هغه په څیر نور مسلمانان تر فشار لاندې راولي.

Stadt Marawi auf der südphilippinischen Insel Mindanao
د ماراوې ښار د هوایې بمباریو په نتیجه کې ډیر زیات ویجاړ شوانځور: DW/S. Petersmann

د «اسلامي دولت» خوب د هغه له پاره د بی وزلۍ، بی روزګارۍ او بی عدالتۍ د رنځ علاج وو. کله چې د ده کورنۍ د «مورو اسلامک لیبریشن فرنټ»(MILF)  یاغي ډلې ملاتړ پیل کړ، عبدل د ۲۰۱۵ م کال په اوایلو کې په پټه له «موته بردرز» یا موته ورونو په نوم سخت دریځې ډلې سره، چې «اسلامي دولت» ډلې ته یې خپله وفاداري اعلان کړې وه، یوځای شو.

د دغې ډلې د رهبري غړو عبدالله او عمر موته ډیر کلونه په منځني ختیځ کې تیر کړي او هلته سخت دریځه شوي دي. عبدل د څو میاشتو له پاره په ځنګل کې ځان پټ کړ او له وسلو او قاجو څخه د کار اخیستې تکتیکونه یې زده کړل او په اصطلاح له خپل «وروګلوۍ» څخه یې خوند واخیست.

د جهاد او جرمونو ترمنځ

عبدل او د هغه کورنۍ د وټس اپ او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې له سوریې او عراق څخه د «اسلامي دولت» ډلې له خوا د خپریدونکو ویډیوګانو او پروپاګند له طریقه له دې ډلې سره یوځای شوی وو. عبدل وایې چې د دوی په جنګل کمپ کې شاوخوا ۳۰ تنه بهرني جنګیالي موجود ول چې تر ټولو په لومړي قدم کې د انډونیزیا، مالیزیا او همدارنګه له عربي هیوادونو څخه هلته ورغلي ول چې د هغه دغه ادعا او معلومات مونږ نه شو ارزولی.

د جنګل له ټریننګ یا روزنې څخه وروسته هغه ته یو کلاشینکوف او د ۱۶۰ یورو معادل پيسې ورکړل شوې. عبدل ته دغه شیان د یوې نامعلومې ورځې له پاره ورکړل شوې وې چې هغه باید ورته آماده اوسي.

هو، عبدل مني چې پر دې وسلې یې خلک وژلي دي. هغه بی له دې چې پښیماني ښکاره کړې دا مني چې په ماراوي کې د دوو لویو کورنیو ترمنځ په جګړه کې یې پر ماشې لاس را کش کړی دی. هغه وایې: «حتی که ته پخپله کوم دښمن ونه لرې هم، ستا د قبیلې دښمنان ستا دښمنان دي. دلته همداسې ده».

د جهاد او جنایت تر منځ لاره هواره ده. په میندانوی کې زوریاتیو داسې یوه خلا رامنځته کړې ده، په کوم کې چې قبیلوي مشران او جنایتکاره شبکې بی له خنډ څخه خپل فعالیتونه پراخولی شي.

عبدل وایې چې په حقیقت کې د پلان له مخې د ماراوي پر یوه پوځي برید باید د ۲۰۱۷ م کال په دوبي کې د رمضان میاشتې په پای کې ترسره شوی وای. خو د ابوسیاف د متحدې ترهګرې ډلې تر پټیدو وروسته د «موته ورونو» په ماراوي کې خپل ټول پلانونه رامخته کړل او د ۲۰۱۷م کال د می میاشتې په ۲۳ یې د ښار مرکز ونيوه.

بالاخره د بی شمیره هوایې بریدونو او ۱۲۰۰ په درنو وسلو سمبالو سرتیرو او امریکایې پوځ په ملاتړ  له پنځو میاشتو جګړې وروسته دغه سیمه د داعش له منګولو په بشپړ ډول خلاصه کړای شوه. یو شمیر جهادیان وتوانیدل ځنګل ته وتښتي. او عبدل بی له دې چې څوک پرې خبر شي خپلې کورنۍ ته ستون شو. د رسمي شمیرو له مخې په دې جګړو کې شاوخوا ۱۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، تر ټولو زیات د موته ورونو په نامه سخت دریځي ډلې درانه تلفات وګالل.