1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيسبوک د پاکستان له پوځ سره تړلي ځيني اکونټونه بند کړي دي

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

فيسبوک شرکت ويلي دي چي د پاکستان پوځ له عامه اړيکو څانگي سره تړلي په لسونو اکونټونه يې تړلي دي.

https://p.dw.com/p/3G1yL
Symmbolbild Facebook auf Smartphone
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

فیسبوک شرکت د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې هغه ۱۰۳ پاڼې، گروپونه او حسابونه یې تړلي دي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له څانگي سره تړلي ول.

فيسبوک همدا راز په هند کې هم تر عمومي ټاکنو يوازې څو ورځې دمخه د اپوزيسيون د کانگرس گوند ۶۸۷ پاڼې او حسابونه تړلي دي.

د فيسبوک د سايبري امنيت د برخې مشر ناتانيل گرايشر وويل چې دغو حسابونو د فيسبوک له مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

زياته شوې ده چې پاکستاني شبکو «سيمه ایز او سياسي خبرونه د مثال په توگه د هند د حکومت، سياسي مشرانو او پوځ» په اړه پوستونه کول.

(N.Z/S.R(dpa,