لنډ خبرونه له انځور سره
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو پر ډیریدو اندیښمن دی
د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شخړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر پر زیاتیدو اندیښنه ښولې او پر نړیوالې ټولنې او خیریه سازمانونو غږ کوي چې په دې هکله او په ځانګړې توګه ماشومانو ته خپلې مرستې لا ډیرې کړي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، یوازې روان کال ۳۲۳ زره افغانان په ټول هیواد کې بې ځایه شوي دي او زیاتوي چې دغه شمیر مخ پر ډیریدو دی.
په عراق کې ګڼ شمیر ځانمرګي بریدونه
داعش د عراق په کرکوک کې سهار وخته پر ګڼ شمیر دولتي ودانیو بریدونه ترسره کړي دي. داعش په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جمعې په ورځ د عراق د ګڼ شمیر بریدونو مسولیت منلی دی. په عین حال کې ځانمرګو برید کوونکو په کرکوک ښار کې د بریښنا یو مرکز چې د یوې ایراني کمپنۍ لخوا رغول کیږي، په نښه کړی دی. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي چې په دې ډله کې ۱۲ عراقي کارکونکي او څلور ایراني تخنیکي کارکونکي دي.
غربي هیوادونه د سوریې د بمبارۍ د پلټنې غوښتنه کوي
غربي او عربي هیوداونه د یو نړیوال سازمان لخوا د سوریې پر حلب ښار باندې د بمباریو د پلټنې غوښتنه کوي. په جینو کې جوړه شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دغه ناسته کې د آلمان په ګډون د ملګرو ملتونو ۳۰ غړو هیوادونو اشتراک کړی وو. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنري په دې هکله وايي چې د نړۍ یو ښکلی ښار په وینو سور شوی دی او د اسد د رژیم لخوا د دغه ښار بمباري له جنګي جرم هم ډیر خطرناک دی.
اروپايي ټولنه له افریقايي هیوادونو د مهاجرینو د راتګ د مخنیوي په لارو غور کوي
اروپايي ټولنه په داسې لارو چارو غور کوي چې وکولای شي له افریقايي هیوادونو څخه د مهاجرینو د راتګ مخنیوی وکړي. اروپايي ټولنې نن په بروکسل کې یوه اعلامیه خپره کړه او پکې ویل شوي چې دغې هدف ته د رسیدو لپاره اروپايي ټولنه په پام کې لري چې له ګڼ شمیر هیوادونو سره د مهاجرت پر سر توافقنامې لاسلیک کړي. په پام کې دي چې له نایجریا، سینیګال، مالي، ایتوپیا او نیجر هیوادونو سره په دې هکله تړون لاسلیک شي.
د ترکیې ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیدنه
یوه ورځ وروسته له هغې چې د ترکیې هوايي پوځ د سوریې په شمال کې پر کردي ملیشو بمباري وکړه، د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر نن د جمعې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل. له دې لیدنې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جان کربي دغه بریدونه نه همغږي بللې او پر دغو هوايي حملو یې نیوکه کړې وه. په دغه ناسته کې کیري د دغو بریدونو یادونه و نه کړه.