لنډ خبرونه په انخورونو کې
جاپان سویلي کوریا ته د جنسي تیریو له کبله تاوان ورکړ
جاپان سویلي کوریا ته د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، اجباري فحشا ته د دې هیواد د ښځو د اړولو له کبله ۸،۷ میلیونه ډالر ورکوي. سویلي کوریا ویلي دي چې دغه پیسې به یوې موسسې ته ورکړل شي. دغه پیسې به د قربانیانو د کورنیو پر۴۰ پاتې شویو غړو ولګول شي. جاپان او سویلي کوریا د دې موضوع په اړه له کلونو راهیسې خبرې اترې کولې او په پای کې د تیر کال په دسمبر میاشت کې پرې فیصله وشوه.
په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان پوله بیا پرانیستل شوه
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاره چې له دوو اوونیو راهیسې تړل شوې وه، بیا پرانیستل شوې ده. دا دروازه تر هغه وروسته وتړل شوه چې د اګست میاشتې پر ۱۸ نیټه د افغانستان د خپلواکي د لمانځنې پر مهال، د یو شمیر ځوانانو له خوا پاکستاني بیرغ ته اور واچول شو.
د اروپا د پارلمان مشر ترکیې ته ورسید
د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتس، په ترکیې کې تر ناکامې کودتا وروسته، د لومړي اروپايي لوړپوړې چارواکي په توګه دې هیواد ته سفر کړی دی. پلان شوې ده چې هغه د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان، سره وویني. دغه اروپايي چارواکی به همداراز د ترکیې له لومړي وزیر بنعلي یلدرم او د حکومت د مخالفانو له مشر کمال قلیچ اغلو سره هم وویني.
ترمپ یو ځل بیا د غیر قانوني کډوالو بر ضد خبرې وکړ
د امریکا متحده ایالاتو د جمهور ریاست په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ترمپ، ویلي دي چې که د دې هیواد ولسمشر وټاکل شي نو د مجرمو بهرنیانو پر ضد به ډیر شدید چلن وکړي. هغه زیاته کړې ده چې د ولسمشر په توګه له کار پیلولو څو ساعته وروسته به هغه مجرم بهرنیان له امریکا متحده ایالاتو څخه وباسي چې په دې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي.
په هسپانیې کې د دریم ځل ټاکنو امکان
د هسپانیا لومړي وزیر ماریانو رخوي، په پارلمان کې خپل د اعتماد رایه له لاسه ورکړې ده. هغه و نه توانید چې د راې اچونې په لومړي دور کې مطلق اکثریت ترلاسه کړي، او تر سختې مناظرې وروسته یې بیا هم شپږ رایې کمې وې. تمه کیږي چې د رای اچونې په دویم دور کې چې پلان شوې ده د جمعې په ورځ ترسره شي، رخوی یو ساده اکثریت ترلاسه کړي خو دا خبره هم ډیره یقیني نه ده.
میرکل تر زلزلې وروسته له ایتالیا سره د مرستو ژمنې وکړې
د آلمان صدر اعظمې انګلا میرکل، د ایتالیا د زلزله ځپلو سیمو د بیا رغولو له بهیر سره د مرستو ژمنه کړې ده. میرکل د آلمان او ایټالیا د حکومتونو تر مشورتي غونډې وروسته په مارا نیلو، سیمه کې د یوه ښوونځي جوړولو اعلان وکړ. د ایتالیا د تیرې اوونۍ په زلزله کې له ۲۹۰ تنو څخه ډیر کسان ووژل شول. پر دې سربیره میرکل له ایتالیا سره د کډوالو په برخه کې د مرستې او ملاتړ ژمنې هم وکړې.