لنډ خبرونه په انځورونو کې
د اطريش پولیسو په يوه لارۍ کي افغان مهاجر موندلي
د اطریش پولیسو ويلي دي چې تر۱۴۰ زیات مهاجر چې له دغه هیواده بریتانيا ته روان ول پر لويه لاره په يوه لاری موټر کي موندلي دي. د پولیسو په حواله ۸۵ کسان چې ۱۶يې ماشومان ول په یوه لارۍ موټر کې اچول شوي ول د شنبې په ورځ موندل شوي دي. دغه مهاجر چې زیاتره یې افغانان دي، ۱۲ ساعته په لارۍ کې بند پاته ول. پولیسو ويلي دي چې یوه اته میاشتنۍ میندواره ښځه یې له نورو ناورغانو سره سملاسي روغتون ته رسولې ده.
په استانبول کي چاودني ۱۳ تنو ته مرگ ژوبله اړولې
د رسنیو په حواله د ترکیې ستر ښار استانبول ته څيرمه د پولیسو د یوې پوستې مخې ته یوې چاودنې ۳ انسانان وژلي دي. د «دوغان» خبري آژانس خبر ورکړ چې په پیښه کې ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د پولیسو د مرکز له خوا ویل شوي دي چې په ټپيانو کې درې پولیس او ۷ تنه ملکیان دي. د رسنیو په حواله په استانبول کې د دې تر مخه د امریکا کونسلگرۍ مخې ته پولیسو او وسله والو برید کونکو یو پر بل فایرونه وکړل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر برلین ته سفر کړی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر نن په برلین کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير عادل الجبیر سره گوري. د خبرو اترو اصل موضوع به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنگ د سوریې کړکیچ او له ایران سره د اټومي لانجې پر سر توافق وي. سعودي عربستان دغه تړون ته د شک په سترگه گوري. د سني مذهبه سعودي سلطنت او د ایران د شیعه مشرتابه تر منځ په منځني ختیځ کې د واک پر سر رقابت روان دی.
په مدیترانه کي تر زرو زیات مهاجر ژغورل شوي
په مدیترانې سمندر کې تر زرو زیات مهاجر ژغورل شوي دي. د ايټاليا ساحلي پولیسو ویلي دي چې یوازي د یکشنبې په ورځ د ژغورني د پنځوو عملیاتو په ترڅ کې۶۷۰ انسانان له ډوبیدو ژغورل شوي. دا په داسې حال کې ده چې همدا د شنبې په ورځ تر ۴۰۰ زیات مهاجر وژغورل شول. د مدیترانې سمندر له لارې کابو هره ورځ د جنگونو او بې وزلۍ مایوسه شوي انسانان له افریقا څخه اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.
په هایټي کې نوی پارلمان وټاکل شو
په هایټي کې له زورزیاتي سره سره تر څلور کاله ځنډ وروسته نوی پارلمان وټاکل شو. پولیسو ويلي دي چې د ټاکنې ۲۶ مرکزونه د روززیاتي پیښو له امله تړل شوي ول. د څارونکو د اټکلونو په حواله په ټاکنو ډير کم یعني ۱۵ سلنه وگړو گډون کړې وو. خو د اروپايي ټولنې څارنیز ماموریت سره له دې هم ټاکنې مثبتې ارزولي دي. دغه ټاکنې د حکومت او د اپوزیسیون ترمنځ لانجې له امله څو واري وځندول شوې.