لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«افغانستان د خوندي هیواد په توګه نه شو درجه بندي کولای»
په حقوقي چارو کې د آلمان د حکومت ځانګړي استازي کرستوف شتریزر له آلمان څخه د افغان پناغوښتونکو د ایستلو له پريکړه سره مخالفت ښوولی. شتریزر د آلمان له جنوب لویدیځې راډيو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان امنیتي وضعيت ته په کتو سره، سره له دې چې په ځينو برخو کې امنیت شته، خو دغه هیواد د یوه خوندي هیواد په توګه نه شي درجه بندي کیدلای.
پنتاګون په افغانستان کې د جنسي تیري د تورونو پلټنه کوي
د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د ځايي امنیتي ځواکونو له خوا پر هلکانو د احتمالي جنسي تیري د پیښو د پټولو په اړه پلټنې پیل کړي دي. د پنتاګون یوه چارواکي وویل چې په دې اړه باید روڼوالی رامنځ ته شي چې آیا د دغه وزارت له خوا داسي رسمي یا غیر رسمي لارښوونه وجود لري که نه چې پکې ویل شوي ول چې د متحدینو له خوا د ترسره شویو کړنو په اړه به رپوټ نه ورکول کیږي.
اتریش ښايي له سلوانیا سره پر پوله سیمي دیوال جوړ کړي
اروپا ته د مهاجرو راتګ ته په کتو سره د اتريش د کورنیو چارو وزیرې یوهانا مک لایتنر له سلواینا سره پر پوله یوه سیمي دیوال د جوړولو اعلان وکړ. د «او آر ایف» راډیو سره د خبرو پر وخت لایتنر وویل چي دغه سیمي دیوال د سرحد د بندولو په موخه نه جوړیږي، بلکې له دې څخه هدف دادې چې مهاجر له داخلیدو د مخه کنترول او دغه کار په منظم ډول ترسره شي. د بالکان له لاري اتریش او آلمان ته دمګړۍ په زرونه مهاجرو رسیږي.
د سوريي یاغي ډلي د ویانا په غونډه کې د ایران د کډون سره مخالفت لري
د سورېې اپوزیسیون د جمعې په ورځ په ویانا کې د وزیرانو په غونډه کې د ایران له ګډون سره مخالفت ښوولی. د سوېې د ملي ائتلاف مرستیال مشر هشام مروه، العربیه تلویزیون ته وویل چې د ایران ګډون به د کړکیچ د سیاسي حل امکان له منځه یوسي. د امریکا حکومت اعلان کړې وو چې د تهران استازی به ویانا ته را وبلل شي چیرته چې د سوریې د کړکیچ د سیاسي حل موندلو په موخه یوه مشورتي غونډه جوړیږي.
«سږ کال ۴۰۰ زره حاجیانو طبي مرستې ترلاسه کړي»
سږ کال د حج د مراسمو پر وخت تر۴۰۰ زره زیاتو حاجیانو طبي مرستې ترلاسه کړي. د سعودي عربستان د عامې روغتیا وزیر خالد الفالح وویل په دې ترڅ کې د زړه ۲۲ عملیات هم ترسره شوي. د دغه وزارت معلوماتو پر اساس سږ کال د اټکل شویو دوه ميلیون حاجیانو له پاره ۲۲ زره مسلکي طبي عمله چي ۴۰۰ متخصص ډاکتران هم شامل ول، موظف شوي ول.
ترکیه: پولیس د یوه رسنیز شرکت مرکز ته ننوتي
په ترکیه کې تر پارلماني ټاکنو لږ د مخه پولیس پر حکومت د انتقاد کوونکي یو رسنیز شرکت مرکز ته ننوتل او د دوو تلویزیونو کنټرول يې په لاس کې واخیست. د انترنت له لارې په ژوندې بڼه لیدل کیدل چې پولیسو د «کوزا- ایپک» د کارکونکو پر وړاندې اوښکې بهونکې ګاز او اوبو وکارولې او د کانال ترک او بوګیون د کانالونو د لارښوونې خونې یې ونیولې.
د عاج ساحل برحاله ولسمشر د ټاکنو ګټونکی شو
د رسمي معلوماتو پر اساس د عاج ساحل برحاله ولسمشر الاسانه ګواتر د یکشنبې د ورځې ټاکنې د کابو ۸۴ سلنه رایو په اخستو سره ګټلي دي. د پخواني ولسمشر لاورنت ګباګبو د ګوند کاندید د ۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام خپل کړی. ګباګبو په ۲۰۱۰ م کال په پارلماني ټاکنو کې خپله ماته ونه منله چې په نتیجه کې ناکرایو د کابو ۳۰۰۰ انسانانو ژوند واخیست. د څارونکو په حواله اوسنۍ ټاکنې د سولې په فضا کې ترسره شوې.