لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: د مهاجرو پر سر د ائتلافي حکومت شخړه دوام لري
په آلمان کې د مهاجرو د سیاست په تړاو د ائتلافي حکومت د سرمشریزې تر ناکامیدو وروسته پر یو بل انتقادونو زور اخیستی. د آلمان د سوسیال دیموکرات «ایس پي ډي» ګوند مرستیالې او د مهاجرو په چارو کې د آلمان د حکومت ځانګړې استازې ایدان اوزګیوز د آلمان د مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکراټ ګوندونو له خوا سرحد ته څيرمه د ترانزیتي ساحو د رامنځته کولو غوښتنه، غیر منتقي وبلله.
د ترکيي صدراعظم د اپوزیسیون پر ګوندونو په اساسي قانون کې د تغیر په موخه د خبرو اترو غږ کړی
په ترکیه کې د «ای کې پي» ګوند تر بري وروسته لومړي وزیر احمد داود اوغلو د پارلمان پر مخالفو ګوندونو غږ کړی چې د نوموړي د «ای کې پی» ګوند سره په شریکه په نوي اساسي کار وکړي. دغه ګوند د صدارتي نظام د رامنځته کولو په لټه کې دی چې له مخې به یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان واک لا پسې پراخ شي.د رسمي نتایجو په اساس د «ای کې پي» ګوند د پارلمان د ۵۵۰ څوکیو څخه ۳۱۵ څوکۍ ګټلي دي او کولای شي یوازې حکومت وکړي.
اروپايي ټولنې په اردن کې د سوریايي کډوالو سره اضافي مرسته کړې
اروپايي ټولنې د ژمي په درشل کې په اردن کې د میشتو سوریايي کډوالو سره د ۲۸ ميلیون یورو اضافي مرسته کړې. خو د اروپايي کمیسیون د مهاجرو د چارو کمیسار کرستوس ستیلیانیدس امان ته نژدې د مهاجرو یوه کمپ ته ورتګ وروسته وویل چې د سوریې د کړکیچ د ختمولو له پاره یوه سیاسي حل ته اړتیا ده. د نوی مرستې سره د سوریې د کړکیچ په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له خوا شوې مرستې په ټولیزه توګه ۱۹۸ ميلیون یورو ته ورسیږي.
م.م: یوازې په اکتوبر کې د ۲۱۸ زور زیات مهاجر اروپا ته رسیدلي
د ملګرو ملتونو په حواله په اکتوبر میاشت کې تر ۲۱۸ زرو زیات مهاجر د مدیترانې له لارې اروپا ته رسیدلي دي. په ژنیو کې د کډوالو چارو ادارې UNHCR له خوا ویل شوي چې دا په یوه میاشت کې د مهاجرو تر ټولو ډیر شمیر دی چې راجستر شوي. زیاته شوې چې یوازې په اکتوبر میاشت کې تر هغه زیات مهاجر راغلي چې په ټول ۲۰۱۴م کال کې د مدیترانې له لارې اروپا ته داخل شوي ول.
ایران: د اټومي تړون د عملي کولو چارې مو پیل کړي
د ایران د اټومي انرژۍ د ټولنې مشر علي اکبر صالحي ویلي چې د اټومي تړون د عملي کولو چارې پیل کړي دي. نوموړي د کویدو جاپاني خبري آژانس ته وویل: « موږ په دې برخه کې مقدماتي کارونه پیل کړي.» صالحي د یکشنبې په ورځ توکیو ته سفر وکړ، څو د جاپان له چارواکو سره د اټومي خوندیتوب د اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړي.
په آذربایجان کې حکومتي ګوند واضح بري ترلاسه کړی
په آذربایجان کې د پارلماني ټاکنو پر وخت د ولسمشر الهام علییف حکومتي ګوند بری ترلاسه کړی. په باکو کې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا ویل شوي چې د لومړیو شمیرو له مخې د علییف «نوي آذربایجان» نومې ګوند د پارلمان د ۱۲۵ څوکیو څخه ښايي ۶۹ ګټلي وي. یو شمیر کوچنیو ګوندونو او «خپلواکه کاندیدانو» چې حکومت ته نژدی بلل کیږي، پاتې څوکۍ کټلي. د اپوزیسیون مهمو ګوندونو ټاکنې تحریم کړې وې.