لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د اوباما د مهاجرت اصلاحات رد شول
د امریکا متحدو ایالتو د ولسمشر بارک اوباما د مهاجرت په اړه اصلاحات رد شوي دي. د استیناف یوې محکمې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې ولسمشر د هغه پلان د عملي کولو اجازه نه لري چې له مخې به يي پنځه ميلیونه بې اسناده کسان له بیرته لیږدولو څخه وساتل شي. په نیو اورلینز کې محکمې د ۲۶ جمهوري غوښتونکو هغه دعوا ومنله چې ولسمشر د دې ډول پراخو اصلاحات په اړه د یوازې پریکړې حق نه لري.
په ویانا کې د سوریې په اړه نوې غونډه کیږي
د سوريې کرکیچ د حلولو په موخه به بل نړیوال کانفرانس د شنبې په ورځ په ویانا کې جوړ شي. په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر وویل چې د دغه کنفرانس هدف چې د ۱۵هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکښې ګډون وکړي، په سوریه کې د زورزیاتي لړۍ ختمول او د ګډوډۍ له منځه وړل دي. د سورېې په اړه لومړۍ غونډه د اکتوبر پر ۳۰ نېټه په ویانا کې جوړه شوې وه .
د اېتاليا پولیسو د چاقبرانو یوه ډله نیولې
د اېتاليا پولیسو د قاچاقبرانو یوه ډله نیولې ده چې غیر قانوني مهاجر یې د سرکس د کارکوونکو په جامو کې اروپا ته انتقالول. د عملیاتو په جریان کې ځانګړو پولیسو ۴۱ تنه ونیول چې له دوی څخه یې یو سوداگر، یو د سرکس مشر او د سیسيلیا سیمه ییز حکومت یو چارواکی دی چې په غیر قانوني کارونو کې یې لاس درلود. ویل شوي دي چې دغي ډلې ښايي تقریباً ۵۰۰ انسانان چې د هند، بنګله دیش او پاکستان ول، اروپا ته راوستي وي.
په برونډي کې د زورزیاتي په اړه خبرداری
ملګرو ملتونو په برونډي کې د خونړي زورزیاتي په اړه خبرداری ورکړی. د ولس وژني د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي سلاکار ادامه دینګ، وویل چې دغه بحران ځپلی هیواد د ګډوډۍ پر لور روان دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي باید مداخله وکړي، څو د وینو تویدو مخه ونیوله شي.
په سعودي عربستان کې سږ کال ۱۵۱ تنه اعدام شوي
د بخښني نړیوال سازمان په حواله په سعودي عربستان کې سږ کال تر دې دمه ۱۵۱ انسانان اعدام شوي دي. د بشري حقونو دغه سازمان وویل چې دا له ۱۹۹۵م کال راهیسې چې ۱۹۲ تنه اعدام شوي ول، تر ټولو لوړ شمیر دی. زیاته شوې ده چې د اعدام سزا یو «بوږنونکی» عمل دی او دا خبره ډيره د اندیښنې وړ ده چې په سعودي عربستان کې بشري حقونو تر پښو لاندې کیږي او انسانان زیات وخت د سیاسي انګېزه لرونکي محاکمو په پایله کې اعدامیږي.
اروپايي کمیسیون په نوي رپوټ کې پر ترکيې نیوکي کړي
د آلمان د «ویلت» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې اروپايي کمېسیون د «پرمختګ په نوي رپوټ» کې د اروپايي ټولني غړیتوب ته پر کاندید هیواد ترکيې سختي نیوکي کړي دي. د ورځپاڼي په حواله د بروکسل چارواکو د انقرې پر حکومت تور لګولی دی چې د تیر کال په پرتله يې د سیاسي اصلاحاتو پروسه ورو شوې ده. اروپايي کمېسیون په خاصه توګه د دیموکراسۍ د بنسټیزو حقونو نه عملي کیدو ته اشاره کړې.
فرانسه: له مهاجرو سره په اخ و ډب کي ۱۶ پولیس ټپيان شوي
د فرانسې په شمالي ښار کالي کې د پولیسو او مهاجرو ترمنځ د اخ و ډب په پایله کې ۱۶ پولیس ټپيان شوي دي. د ځايي چارواکو په حواله تقریباً ۲۰۰ مهاجرو د دوشنبې په شپه د بندر د شاوخوا سړکونو د بندولو هڅه وکړه. مهاجرو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې په ځواب کې یې پولیسو اوښکې بهه ونکی ګاز وکاروه. د کالي ښار په څنډه کې د افغانستان، اریتریا، عراق، سوريا او نورو هیوادونو مهاجر په«ځنګل» نومي کمپ کې اوسيږي.