لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د اروپا ترمنځ د دیوال په جوړولو پیل وشو
سلوانیا له کروشیا سره پر سرحد د سیمي دیوال په جوړولو پیل وکړ. د رسنیو په حواله د اروپايي ټولنې د دغه دوه غړیو هیوادونو د بریڅه او راڅکریڅې په سیمو کې عسکرو د دیوال په جوړولو پیل کړې دی. په پلازمینه لوبلیانا کې حکومت لا مخه د «موقتي تخنیکي خنډونو» د رامنځته کولو اعلان کړې وو او د دې دلیل یې د زرونو نورو مهاجر راتګ ښوولې وو.
اروپايي ټولنې د یهودي میشتو سیمو پر محصولاتو د مارکې د لګولو پریکړه کړې
اروپايي ټولنې د اسرئیلو له سخت مخالف سره سره هم د یهودي میشته سیمو پر زراعتي محصولاتو د مارکې د لګولو پریکړه کړې. په دې توګه به رانیونکي وکولای شي پریکړه وکړي چې آیا دوی د یهودي میشتو سیمو تولید شوې میوه، ترکاري او د آرایش موادو اخیستل غواړي او که نه. د نورو تولیداتو له پاره د مارکې لګلولو مکلفیت نشته. په اسرائیلو کې لا دمخه د اروپايي ټولنې پر دې ګام سخت انتقادونه شوي ول.
لیبیا: د نښتو پر وخت ۱۶ انسانان وژل شوي
د لیبیا په بندري ښار بن غازي کې د حکومتي ځواکونو او د «اسلامي دولت» ملیشو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژل شوي دي. د پوځ یوه ویاند وویل چې د سه شنبې په ورځ په پيل شویو دغه نښتو کې د لیبیا د پوځ پلویانو د «اسلامي دولت» له خوا نیول شوې پوځي اډه بیرته ونیوله. په بن غازي کې په دې وروستیو کې کله حکومت ته نژدې ځواکونه او کله د «اسلامي دولت» ملیشې برلاسې وي.
په پاکستان کې په سوونو ښوونکي له دندو ګوښه شوي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکو ۶۵۰ هغو تش په نامه ښوونځيو چې یوازې په اسنادو کې نومونه ثبت شوي ؤ، خو عملي وجود یی نه درلود، دولتي مالي مرستې بند کړي دي. د بلوچستان د سیمه ییزو چارواکو له خوا ویل شوي چې سربیره پر دې ۴۵۰ هغه ښوونکي چې معاشونه یې اخیستل خو هیڅکله یې هم درس نه وو ورکړی، له دندې ګوښه شوي دي. حکومت په دې برخه کې د جدي چلند او د دولتي ښوونځيو د وضعې د ښه کولو اعلان کړې.
په ترکیه کې ۱۴ مهاجر ډوب شوي
د فرانس پرس خبري آژانس په حواله د ترکېې اژې ساحل ته نزدې د مهاجرو د یوې کښتې د ډوبیدو په نتیجه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۴ انسانان وژل شوي دي. زیاته شوې چې د ترکیې ساحلي پولیسو په یوه کښتې کې چې د یونان لیسبوس ټاپو ته پر لار وه، جسدونه موندلي دي او ۲۷ تنه یې ژوندي ژغورلي دي. د دغه مهاجرو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
فرانسه: پر عسکرو د افراطي اسلامپالو برید شنډ شوی
د فرانسې استخباراتو د دغه هیواد پر سمندري ځواکونو د افراطي اسلامپالو یو احتمالي برید شنډ کړی دی. په پاریس کې د کورنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې یو شکمن افراطي اسلامپال چې له یوه کال راهیسې څارل کیده، ونیول شو. د دغه ۲۵ کلن پر ضد د «تولو» د جنګي ځواکونو پر بندر د برید د پلانولو په تړاو پلټنې پيل شوي دي.
په زرونو نوي مهاجر یونان ته رسیدلي
د یونان د «ختیځ اژې» نومي ټاپو څخه د یونان وچې ته د مهاجرو د راتګ لړۍ دوام لري. د چهار شنبې پر سهار په دوه کښتیو کې ۲۳۲۲ تنه مهاجر د پیراوس بندر ته رسیدلي دي. د چارواکو د اټکلونو له مخې یوازې تیره ورځ د ۵۰۰۰ زیات نوي مهاجر چې زیاتره یې د سوريې دي، له ترکېې نه د ختیځې اژې ټاپوګانو ته رسیدلي دي.
«روسیې په سوریه کې د ترهګرو ۲۷۷ هدفونه په نخښه کړي»
د رویټرز خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړې چې د دغه هیواد هوايي ځواک په سوریه کې په تیرو دوه ورځو کې د ۸۵ هوايي بریدونو په ترڅ کې د ترهګرو ۲۷۷ هدفونه په نخښه کړي دي. د انترفکس خبري آژانس د رپوټ په حواله د روسیې هوايي ځواک له سوریايي پوځ سره په حلب کې د کویرس د پوځي هوايي ډګر د محاصرې په ماتولو کې هم مرسته کړې ده.