لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په زرونو کسان د څونامي د قربانيانو يادون کوي
نن، دوشنبه د دسمبر میاشتې پر ۲۶ نيټه د هند سمندرګي په ساحلونو کې د ۲۰۰۴م کال د څونامي د ویجاړونکي توپان د قربانيانو يادون کيږي. هغه مهال د سمندر په منځ کې تر يوې سختې زلزلې وروسته راولاړو شويو سترو څپو په ۱۴ هيوادونو کې د ۲۳۰ زرو انسانانو ژوند واخیست. په ځانګړي توګه د اندونيزيا اچه ايالت، تايلند، هند او همدا راز سري لنکا ډير اغیزمن شول.
د مسکو د ريل تمځايونه د بمي بريد د خطر په سبب تخليه شوي
په مسکو کې پوليسو د بمي بريدونو د ګواښ له کبله د ښار درې د ريل تمځايونه تخليه کړي دي. د «ريا نوستي» دولتي خبري آژانس په حواله کابو ۳۰۰۰ تنه له دغه تمځايونو څخه وتلو ته مجبور شوي دي. يوه نامعلوم تن د تليفون له لارې د بمي بريد ګواښ کړې وو. ويل شوي چې د اورګاډو په تمځايونو کې پلټنه شوې خو څه نه دي موندل شوي. درې سره اغیزمن شوي سټيشنونه د مسکو په مرکزي سيمه کمسومولسکايا ميدان شا او خوا پراته دي.
د پاکستان د دفاع وزير اسرائيل په اټومي بم ګواښلی
يو جعلي خبر د دې سبب شو چي د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف اسرائيل ته ګواښ وکړ چي پاکستان هم اټومي امکانات لري. تر دې مخکي د awdnews.com په نوم وېبپاڼې کې داسې راپور خپور شوې وو چي ګواکي د اسرائيلو د دفاع پخواني وزير موشې يالون، د پاکستان د تباه کولو ګواښ کړی دی. يادي انټرنټ پاڼي خپل دغه راپور چي وروسته معلومه سوه چي دروغ وو، د ۲۰۱۶م کال دسامبر په ۲۰مه نېټه خپور کړی وو.
روسيه وايي، لویدلې الوتکه یې د ترهګرۍ ښکار شوې نه ده
د روسېې د حکومت په آند په تور سمندرګي کې يې د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط علت يا خو تخنيکي ستونزه او يا هم د پيلوټ سهوه وه. د «RIA» خبري آژانس په حواله د روسیې د ترانسپورت وزیر ماکسيم سوکولوف، وويل چې د يوه ترهګریز بريد احتمال ډير کم دی. ده وويل پلټنونکي هم پر تخنيکي ستونزه او يا د پيلوټ پر غلطۍ تمرکز کوي. د الوتکې تور بکس چې معلومات او غږونه پکښې ثبتيږي، ويل کيږي چي موندل شوی دی.
ترکيه وايي داعش په سوریه کې ملکيان وژلي
د ترکیې د پوځي کړيو په حواله افراطي ډلې «اسلامي دولت» د سوریې په شمال کې لږ تر لږه ۳۰ ملکيان وژلي دي. ويل شوي چې دغه کسان داعش هغه مهال په ډزو ووژل چې د دوی تر کنترول لاندې الباب ښار څخه یې د وتلو هڅه کوله. خو دا معلومات د خپلواکه سرچينو له خوا تائيد شوي نه دي. ترکيه د سوریې په شمال کې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو پر ضد جنګيدونکو ياغي ډلو ملاتړ کوي.
ترکيه: د خلکو د ديموکراتيک ګوند مرستیاله مشره نيول شوې
د ترکي پوليسو د ترهګرۍ ضد ځواکونو د کردي پلوه اپوزيسيون ګوند «ايچ ډي پي» مرستياله مشره، اصيل توغلوک نيولې ده. د انادولو خبري آژانس په حواله نوموړې د کردانو د ټاټوبي ديارباکر ښار په اړه د څارنوالۍ د پلټنو په تړاو نيول شوې ده. توغلوک د پراخو عمليات په ترڅ کې نيول شوې ده. لکه څرنګه چې د ترکیې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي پوليسو په تيره يوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۶۸۲ انسانان د ترهګرۍ په شک نيولي دي.