لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«د ميرکل د مهاجرو سياست په هلکه د ترمپ نيوکې نامناسبي دي»
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کيري، چې د کار دوره یې مخ پر خلاصيدو ده، د آلمان پر صدراعظمې انګلا ميرکل، د دونالد ترمپ نيوکې د «نامناسب» انتقاد په توګه رد کړي دي. نوموړي وويل چې د يوه ټاکل شوي ولسمشر سره مناسب نه ده چې د نورو هيوادونو په سیاست کې مداخله وکړي. ده وويل چې ميرکل د مهاجرو د خپل سياست سره «ډير جرات» وښود. د امريکا ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ د دې دمخه پر ميرکل نيوکې کړې وې.
د آلمان سره صليب ټولنه په يونان کې د مهاجرو له پاره د سرپناو غوښتنه کوي
د آلمان د سره صليب ټولنه په يونان کې مهاجرو ته د مناسبو سرپناو پر ورکړه ټينګا کوي چې قسماً په خيمو کې ژوند کوي. د آلمان د سره صليب د ټولنې مشر رودولف سايتنر، وويل چې سخت ساړه چې د حرارت درجه پکښې تر منفي ۱۵ درجو هم ټيټيږي،په کمپونو کې د میشتو انسانان ستونزې لا پسې زياتوي. د نوموړي په حواله د بالکان د مسير تر بنديدو راهيسې اوس هم کابو ۶۲ زره ۵۰۰ مهاجر چې زياتره یې کورنۍ دي، په يونان کې ژوند کوي.
برېتانيا غواړي د اروپا د شريک بازار څخه ووځي
د برېتانیې لومړۍ وزیره تیریسا می، غواړي بريتانيا د اروپا د خپل منځي بازار څخه وباسي. د اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه په لندن کې د يوې وينا پر مهال نوموړې وويل چې دا غواړي د دې پر ځای د اروپايي ټولنې سره د آزاد تجارت يو هر اړخيز تړون وکړي. برېتانيا همدا راز نه غواړي د ګمرګي ټولنې د اوسني شکل غړي ووسي. مې زياته کړه چې هيواد نه غواړي چې قسمي غړيتوب ولري.
په مصر کې اته تنه پوليس په ډزو وژل شوي
د فرانسې د خبري آژانس په حواله په مصر کې يرغل کونکو اته پوليس په ډزو وژلي او څلور یې ټپيان کړي دي. په قاهره کې د کورنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې دا پيښه د دوشنبې په شپه د هيواد د سويل لويديځ د وادي الجديد د سيمې د کنترول په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده. زياته شوي چې دوه بريد کونکي هم وژل شوي. په مصر کې د ۲۰۱۳م کال په دوبي کې د ولسمشر محمد مرسي تر پرځول کيدو را وروسته په سونه پولیس وژل شوي دي.
ترکيه: نيول شوي تن منلې د استانبول د شپې پر کلب یې بريد کړې
په استانبول کې د سه شنبې په شپه نيول شوی ۳۴ کلن منلې چې پر «راينا» نايټ کلب یې بريد ترسره کړې وو. د استانبول والي ویلي چې نيول شوی تن عبدلقدير ماشريپوف نوميږي، په خټه ازبک دی، په افغانستان کې روزل شوی او په څلورو ژبو خبرې کولای شي. د نوموړي په حواله د شريپوف د نيولو په عملياتو کې کابو ۲۰۰۰ پوليسو او د اسختباراتي ادارې کارکونکو ونډه درلودله.
لاروف وايي په آستانه کې د سوریې د سولې خبرې اوربند بايد پياوړی کړي
د روسیې د حکومت په خبره په قزاقستان کې د سوریې د سولې مذاکرات بايد د دسمبر مياشتې په پای کې رامنځته شوی اوربند «باثباته» کړي. د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف وويل چې د دوشنبې د ورځې څخه په پيليدونکو مذاکراتو کې په لومړي قدم کې د کمزوري اوربند د پياوړي کولو هڅه بايد وشي. ده وويل د دې ترڅنګ دا خبرې د کړکيچ د هواري له پاره د ياغي قوماندانو په سياسي پروسه کې د شاملولو له پاره هم يو ډیر فرصت دی.