لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په چارسده کې وسله وال يرغل اته تنه وژلي دي
د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده کې پر يوه محکمه د ځانمرګو بريد کوونکو د يرغل په نتيجه کې ۸ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې درې تنه بريد کونکي هم شامل دي چې د پوليسو په حواله د دوی له خوا په ډزو ويشتل شوي دي. د بريد پړه د جماعت الاحرار ډلي منلې ده. پر دې ډلي چې له پاکستاني طالبانو يوه جلا شوې څانګه ده، په تيره اوونۍ کې د ترسره شويو اتو بريدونو د زياترو پړه هم پرې اچول شوې ده.
ديمیزير افغانستان ته د مهاجرو پر بیرته ليږد ټينگار کوي
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزیر، پر هغو ايالتونو چې د آلمان د سوسيال ديموکرات او زرغون ګوندونه پکښې حاکم دي، افغانستان ته د رد شويو مهاجرو د نه اخراجولو له کبله نيوکه کړې. نوموړي وويل چې دغه هيواد ته په «محدوده کچه» د مهاجرو لیږدول د منلو دي. ده وويل: «هلته امنیتي وضعه پيچلۍ ده خو خوندي ځايونه هم پکښې شته.» ده زياته کړه چې لکه د هيواد شمال او يا کابل ښار.
په زرونو امريکايانو يو ځل بيا د ترمپ پر ضد احتجاج وکړ
په نيويارک کې تر لسو زرو زياتو کسانو د «ولسمشر د ورځي» په مناسبت په جوړو شويو غونډو کې د ترمپ پر ضد احتجاج وکړ. دغه ورځ د امريکا د لومړي ولسمشر جارج واشنګټن او د هغه د ځای ناستو ياد تازه کوي. په عين وخت کې خلک له برحاله ولسمشر څخه هم مننه کوي. خو سږ کال د دې پر ځای وينا والو د هيواد له وېش څخه خبرداری ورکړ.
ترمپ نوی امنيتي سلاکار ټاکلی
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هربرت مک ريموند مک ماستر، د خپل امنيتي سلاکار په توګه ټاکلی دی. نوموړی ۵۴ کلن د مقاومت پر ضد جګړې متخصص بلل کيږي او په عراق او افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ده. د ترمپ لومړی امنيتي سلاکار مايکل فلين بايد له خپلې دندې استعفا کړې وای ځکه ويل کيږي چې هغه په متحدو ايالاتو کې د روسیې له سفير سره پر مسکو د لګيدلو بندیزونو په هلکه خبري کړي وې.
سعودي عربستان په سوريه کې له داعش سره جګړې ته چمتووالی ښوولی
سعودي عربستان سوریې ته د خپلو ځواکونو د ليږد له پاره چمتووالی ښوولی. د «Süddeutschen Zeitung » سره په مرکه کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزیر عادل الجبير، وويل چې حکومت يې غواړي د ځانګړو ځواکونو سره د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جګړه کې شريک شي. امريکا لا دمخه ۳۰۰ روزونکي، مشاورين او بم شنډونکي سوریې ته ليږلي دي، څو د دغه تندلاري ډلې پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.
يونيسف: ۱،۴ ميليونه ماشومان له لوږي سره مخامخ دي
د يونيسف په حواله په يمن، نايجيريا، سوماليا او جنوبي سوډان کې کابو ۱،۴ ميليونه ماشومان له لوږي سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستي سازمان مشر انتوني ليک په نيويارک کې وويل: «تر يو ميليون زياتو نجونو او هلکانو له پاره چټکو مرستو ته اړتيا ده.» نوموړي پر نړيوالي ټولني غږ وکړ چې ژر تر ژره مرسته وکړي څو د افريقا په ښکر کې د ۲۰۱۱ م کال د لوږي ناورين تکرار نه شي.
د ليبيا ساحل ته څيرمه د ۷۴ مهاجرو مړي موندل شوي
د سرې مياشتي مرستندويانو د ليبيا ساحل ته څيرمه د ۷۴ مهاجرو جسدونه موندلي دي. دغي ټولني ويلي دي چي دغو مهاجرو په يوه کښتۍ کې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسيدو هڅه کوله. له طرابلس څخه په کابو ۴۵ کيلومترۍ کې د پراته يوه کلي اوسيدونکو يوه کښتۍ موندلې وه چې جسدونه پکښې ول. له ليبيا څخه تل د مهاجرو کښتۍ چې زياتره یې افريقايي مهاجر وي، د اروپا پر لور روانيږي.