لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیران پر میانمار د بندیزونو پلان لري
اروپايي ټولنه غواړي د نورو بندیزونو په لگولو سره له ميانماره د روهنگيا پر شړولو غبرگون وښيي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزیرانو په غونډه کې د بهرنيو چارو مسولې فيدريکا موگيريني د ميانمار د پوځي چارواکو پر ضد د جزايي اقداماتو له پاره د وړانديزونو کولو غوښتنه وکړه. .په ۲۰۱۷م کال کې د دغه اقليتي ډلې پر ضد د پوځ تر سترو عملياتو وروسته کابو ۸۰۰ زره روهنگيا گاونډي هیواد بنگله ديش ته مهاجر شول.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي په سوريه کې د اوربند د عملي کولو غږ کړی
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش په سوريه کې پر ښکيلو اړخونو غږ وکړ چې د امنيت شورا له خوا رامنځته شوی اوربند دې عملي کړي. گوتيرش په ژنيو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د جرگه گۍ د غونډې د پرانستو پر وخت وويل: «ختیځه غوطه نور وار نه شي کولای. اوس وخت رارسيدلی چې د ځمکۍ پر سر دغه دوزخ پای ومومي.» په دې منځ کې په ختيځه غوطه کې د نويو هوايي بريدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ ملکيان وژل شوي دي.
د نايجیريا حکومت د يوه ښوونځي د ۱۱۰ زده کوونکو د تښتولو خبر تائيد کړ
د نايجيريا پر يوه ښوونځي تر يرغل يوه اوونۍ وروسته هم لا ۱۱۰ زده کوونکې لا درکه دي. په ابوجا کې حکومت دا خبره منلې او ويلي يې دي چې د داپچي د سيمې د دې پيښې مسئوليت د افراطي ډلې بوکو حرام پر غاړه دی. د زده کونکو ميندو او پلرونو لا د پنجشنبې په ورځ د ۱۰۵ تنو لا درکه شويو نوملړ خپور کړی وو. خو د رسمي مقاماتو له خوا د تښتونې رپوټ رد شوې وو. وروسته بيا پوځ وويل چې «ځيني» تښتول شوې نجونې ژغورل شوي دي.
موټر په ۲۰۱۷م کال کې هم د آلمان تر ټولو مهم صادارتي توکي ول
موټر په ۲۰۱۷م کال کې هم د آلمان تر ټولو مهم صادراتي توکي ول. د احصايې د فدرالي ادارې په حواله په ټولیزه توگه د ۲۳۴،۴ ميليونو يورو په ارزښت موټر او پرزه جات يې صادر کړل شوي دي چې دا ټولو صادارت کابو ۱۸ سلنه جوړوي. په دويم مقام ماشينونه او دريم مقام کيماوي محصولات دي. په وارداتو کې هم موټر او موټرو پرزو لومړی مقام خپل کړ. په ټولیزه توگه د ۱۱۴،۶میلياردو يورو په ارزښت موټر او پرزې يې وارد شوي دي.
عراق: ۱۵ ترکۍ ښځې د اعدام په سزا محکومې شوي
د عراق د پلازمينې بغداد يوې محکمې ۱۵ ترکۍ ښځې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش د ملاتړ کولو له کبله د مرگ په سزا محکومې کړي دي. د عدلیې وزارت يوه وياند ويلي دي چې دغه ښځې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۵۰ کالو ترمنځ دي، د داعش سره د تړاو له کبله بايد وځړولې شي. د پريکړې پر ضد د دعوا امکان شته دی. په سوريه او عراق کې له داعش ډلې سره په زرونه بهرني اتباع هم يوځای شوي ول.
جنوبي کوريا وايي امريکا دې له شمالي کوريا سره خبري وکړي
د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ان پر خپل متحد امريکا متحدو ايالاتو له شمالي کوريا سره د خبرو غږ کړی. نوموړي په سيويل کې وويل چې د امريکا حکومت بايد له شمالي کوريا سره د خبرو په لار کې موجود ټول خنډونه له منځه یوسي او د ترنگلتياو د کمولو په موخه دې ژر تر ژره ديالوگ ترسره کړي. نوموړي وويل چې د دې په ځواب کې شمالي کوريا بايد وښيي چې غواړي د اتومي وسلو له پروگرامه ډډه وکړي.