لنډ خبرونه په متن او انځورونو کې
ترکیې دانقرې د خونړي برید په عاملینو پسي پلټني پیل کړي دي
د ترکیې په پایتخت انقره کي تر خونړي برید یوه ورځ وروسته د هغه په عاملینو پسي پلټني شروع سوي دي . په دغه بمي چاودونو کيلږتر لږه ۹۵کسان وژل سوي او ۲۴۰ نور ټپيان سول . چارواکي گمان کوي ، چي دواړه چاودني دځانمرگو بریدکونکو لخوا تر سره سوي دي . ورځپاڼي «یني شفق»ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی ، چي یو مجرم د۲۵ څخه تر ۳۰ کلنی په عمر یو نارینه دی . د حملې ځاي ته د قربانیانو د یاد پخاطر په زرهاوو خلگ ورغلي دي.
ملگري ملتونه او نړیوال بانک غواړي د مهاجرین لپاره پیسې راجمع کړي
ملگري ملتونه ، نړیوال بانک او اسلامي پرمختیايي بانک غواړي د مهاجرینو پر بحران باندي د غلبې حاصلولو پخاطر په یوه نوي صندوق کي پیسې راجمع کړي. په پیروکي دنړیوال بانک، بين امللي وجهي صندوق IWF- او اسلامي پرمختیايي بانک په کلنی کنگره کي دغو درو بین امللي مؤسسو خپل پیشنهادونه وړاندي کړل. د جهاني بانک رییس جیم یونگ کیم وویل ، چي د اسلامي پرمختیايي بانک سره به یوځای په دې ارتباط یو خاص صندوق جوړ سي.
ایران د متوسطې فاصلې یو نوی راکټ ازمایلی دی
ایران، ددفاع د وزات په حواله د متوسطې فاصلې یو نوی ماډل راکټ په بریالیتوب سره امتحان کړی دی. دددفاع وزیر خبري آژانس «ایرنا» ته ویلي دي ، چي د«عماد» په نامه دغه راکټونه کولای سي خپل اهداف په دقیق ډول سره وولي او کاملأ یې له منځه یوسي . دده په خبره دغه مځکي هوا ته راکټونه د پخواني ماډل «شباب ۳ » په مقایسه ډیر دقیق دي . د فارس خبري آزانس ددغو راکټونو تصاویر خپاره کړي دي.
په گینیاکي د جمهوري رياست انتخابات پیل سول
په گینیاکي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي د جمهوري رياست انتخابات شروع سول . اوسني جمهوررييس الفا کونده ته پر خرابي اقتصادي وضعي سربیره د وتلي کاندید په سترگه کتل کیږي . د انتخاباتو د شروع کیدو دمخه او جریان کی په تکرار سره د سیاسي او اتنیکی انگیزو سره مل تشددرامنځته سو. د کونده د اوو مخالفو کاندیدانو له جملې څخه شپږو یې د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه کړې وه.
په کابل کي د نړیوالو ځواکونوپر کاروان باندي حمله سوې ده
په کابل کي د نړیوالو ځواکونو پر یوه کاروان باندي یو ځانمرگی برید تر سره سوی دی. د کابل د امنیې قومندانی یوه ویاند ویلي دي، چي په دغه برید کي درې ملکي کسان ټپيان سوي دي. د ناټو هيوادونو اکثره ځواکونه پروسږکال د افغانستان څخه ووتل ، خو تقریبأ ۱۳۰۰۰نظامي پرسونل لا د افغاني امنیتي قواوو د روزلو او همدارنگه ترهگرۍ سره د مبارزې په خاطر په هيواد کي پاته دي.