لنډ خبرونه په متن او انځورونو کې
شټاین مایر پر پاکستان د اعدامولو د درولو غږ وکړ
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر له پاکستانه غوښتنه کړې چې د اعدامونو لړۍ ودروي. هغه په اسلام آباد کې د مرگ سزا «غیري انساني» وبلله. پاکستان د تیر کال په دسمبر میاشت کې پر یوه پوځي ښوونځي تر برید وروسته چې تر ۱۴۰ زیات انسانان پکښې ووژل شول، بیرته په اعدامولو لاس پورې کړ. شټاین مایر پاکستان په سیمه کې د یوه «ډير مهم شریک» په توگه یاد کړ.
اروپايي ټولنه د مهاجرو په اړه ځانگړې غونډه رابللې
اروپايي ټولنه غواړي د مهاجرو د ویش په اړه له څو میاشتو راهیسې روانه لانجه ژر تر ژره اواره کړي: په دې موخه به د کورنیو او عدلي چارو وزیران د سبتمبر پر ۱۴ نیټه یوه ځانگړې غونډه وکړي. په لوگزمبورگ کې د اروپايي ټولنې د جرگه گۍ د مشرتابه له خوا ویل شوي چې په دغه غونډه کې به د تازه وضعې او د هغو سیاسي اقداماتو پر سر بحثونه وشي چې «څرنگه اروپا د مهاجرو تازه لړۍ ته په ښه شان سره ځواب وویلای شي.»
«اسلامي دولت» د پالمیرا یو بل معبد ویجاړ کړ
د «اسلامي دولت» ترهگرو ملیشو د سوریې د مرکزي ښار پالمیرا د یوه بل لرغوني معبد ځیني برخې ویجاړې کړي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي ټولني له خوا ویل شوي دي چې ویجاړ شوی معبد د «بَل» په نوم یادیږي. همدا یوه اوونۍ د مخه د «اسلامي دولت» ملیشو د پالمیرا د «بعل شمین» په نامه ۲۰۰۰ کاله لرغونی معبد ویجاړ کړې وو.
د مصر ساحل ته نژدې د گازو لویه زیرمه موندل شوې
د «اني» د تیلو او گازو شرکت د مصر ساحل ته څيرمه په مدیترانه سمندرگي کې د گازو تر ټولو ستره زیرمه کشف کړې ده. دغه اېتالوي شرکت ویلي چې د «زوهر» په نوم دغه زیرمه ښايي د نړۍ د گازو تر ټولو ستره سرچینه وي او کولای شي تر څو لسیزو پوري د مصر د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د مدتیرانې په سمندرگي کې نوري او دا زیرمه کیدای شي اروپا ته دا امکان پيدا کړي چې د گازو د وارداتو په برخه کې روسیې ته نوره اړتیا ونه لري.
د مرکزي افریقا جمهوریت نوی اساسي قانون تصویب شو
د مرکزي افریقا جمهوریت انتقالي پارلمان د نوي اساسي قانون مسوده تصویب کړه. د دغه مسودې له مخې به د دولت د مشر د کار دوره دوو وارو ته محدوده کړل شي. سربیره پر دې د پارلمان د یوې بلي خونې رامنځ ته کول هم په نظر کې نیول شوي. په بنگويي کې د موقتي پارلمان مشر نگوندت پر ولس د نوي اساسي قانون د منلو غږ وکړ. په مرکزي افریقا جمهوریت کې د ۲۰۱۳م کال تر کودتا وروسته خونړي اخ و ډبونه رامنځ ته شول.
په مصر کې نوي پارلمان ټاکل کیږي
په مصر کې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل په اکتوبر میاشت کې نوی پارلمان انتخابيږي. د مصر د انتخاباتو کمېسیون له خوا ویل شوي دي چې دغه انتخابات به د اکتوبر د ۱۷ او دسمبر د ۲ نیټې ترمنځ په څو پړاونو کې ترسره شي. په اصل کې دا انتخابات د ۲۰۱۴م کال په پیل کې باید ترسره شوې وای خو په څو ځلي وځنډول شوې.