لنډ خبرونه په متن او انڅور کې
پيښور: نامعلومو وسله والو ۳ پولیس وژلي
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پیښور کې له نامعلومو وسله والو سره په نښته کې چې په یوه کور کې پټ شوي ول، لږ تر لږه ۳ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د ځايي پولیسو یوه لوی چارواکي میا سعید وویل چې وسله والو هغه وخت فایرونه وکړل چې پولیسو په ارومړ کې د کورونو د تلاشې عملیات کول. ده وویل د ډزو دغه تبادلې نیم ساعت دوام وکړ چې یو برید کونکې پکښې وژل شوی او نور تښتېدلي دي.
د مهاجرو په برخه کې له اروپايي کمیسیونه د مرستې غوښتنه
په داسې حال کې چې د بوداپست د ریلونو ستر تمځای په موقتي توگه د مهاجرو پر مخ تړل شوی، آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر هم یو څه لږ شوی. د آلمان بایرن ایالت ته د سه شنبې په ورځ نور ۲۵۰۰ مهاجر را رسیدلي. د آلمان لومړۍ وزیري انگلا میرکل له اروپايي کمېسیونه د هڅو غوښتنه کړې. دی وویل چې اروپا د مهاجرو په برخه کې یوه شریک سیاست ته اړتیا لري.
د لبنان پولیسو د چاپیریال ساتني وزارت په زور تخلیه کړی
د لبنان پولیسو د چاپیریال ساتني وزارت ودانۍ په زرو تخلیه کړې ده چې د مظاهره کونکو له خوا نیول شوې وه. د «ستاسي بوی راوزي» کمپاین غړو د وزارت ودانۍ دننه او د باندې په کښناستو سره د کثافاتو د بحران پر ضد احتجاج وکړ. دوی سربیره پر دې د چاپیریال ساتني د وزیر د استعفا غوښتنه هم کوله. په جولای میاشت کې د هیواد د کثافاتو د ساتني د ځای تر بندیدو وروسته د کثافاتو دغه بحران د یوه دولتي بحران شکل خپل کړ.
غزه ښايي تر ۲۰۲۰م کال وروسته د اوسیدو نه وي
د ملگرو ملتونو په حواله د غزې تراډي د اسراییلو سره د جگړې او بندیزونه له امله تر ۲۰۲۰م کاله وروسته ښايي د «اوسیدو وړ» نه وي. د ملگرو ملتونو د سوداگرۍ او پراختیا سازمان (Unctad) په خپل کلني رپوټ کې وايي چې د اسرائیلو دریو پوځي عملیاتو دغه فلسطیني سیمې ته ستر اقتصادي زیان رسولی دی. زیاته شوې چې د اسرائيلو له خوا د بندیزونو د لیرې کولو پرته به نړیوالي مرستې هم په غزه کې وضعیت ته بدلون ور نه کړلای شي.
په پاریس کې اور لگیدني اته تنه وژلي
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د استوگني په یوه کور د اور لگیدني له امله ۸ انسانان وژل شوي. اور د پاریس د ریلونو د مرکزي تمځای «Gare du Nord» سره نژدې په یوه کور کې لگیدلی چې علت یې لا معلوم نه دی. د ځايي رسنیو له خوا ویل شوي چې دوه کسان هغه مهال ووژل شول چې هڅه یې کوله د کړکۍ له لارې ځان وژغوري. په قربانیان کې دوه ماشومان هم شامل دي.
په بغداد کي۱۷ ترکي کارکونکي تښتول شوي
د فرانس پریس خبري آژانس د یوه خبر په حواله د عراق په پلازمېنه بغداد کې ۱۷ ترکي وگړي د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د پولیسو له خوا ویل شوي چې د یوه تعمیراتي شرکت دغه کارکونکي د «صدر سیتي» په سیمه کې د فوتبال د یوه میدان د جوړولو په چارو بوخت ول چې مخ پټو کسانو چې توري جامې یې اغوستې وې، تښتولي دي. د کورنیو چارو وزارت یوه استازي د تښتول شویو شمیر ۱۸ ښودلی.