له افغانستان سره د هند د غنمو مرسته پيل سوه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي د هندوستان د ۷۵زره ټنه غنمو مرستي څخه د لس زره ټنه انتقال پيل سوی دی. دغه غنم له چابهار بندر څخه په ۴۳۵کانتينرونو کي افغانستان ته انتقاليږي.
د وزارت د معلوماتو له مخي له دغه مرستي څخه درې زره ټنه ئې د ميلک – زرنج سرحد له لاري هرات، کندهار، بغلان، کابل او بلخ ته انتقالیږي.
د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې ويلي دي چي افغانستان ته تجارتي مالونه او خوراکي مواد د اوسپنۍ پټلۍ له لاري وارديږي او دغه لړۍ به دوام ولري.
د دغي ادارې د معلوماتو له مخي د روان کال په ثور مياشت کي ۷ زره واگونه تجارتي او خوراکي مواد په حيرتان، تورغنډۍ او آقينه بندرونو کي خالي او بار سوي دي.
د يادي ادارې په حواله تيره مياشت د اوسپني پټلۍ له لاري ۳۹۴ زره ټنه تجارتي او خوراکي مواد افغانستان ته وارد سوي دي.
(s.I(n.z/b.s