له افغانستانه سلګونه سپيان او پیشوګانې کاناډا ته انتقال شوي
۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبهمنبعې ويلي دي چې د دغو حیواناتو د انتقال له پاره نه ستړې کيدونکو هڅو شپږ میاشتې دوام وکړ چې بلاخره د فبروري په لومړۍ نيټه انتقال او د کاناډا هیواد، د ونکوور نړیوال هوايي ډګر ته ورسیدل.
دغه کار په کابل کې د حیواناتو د محافظت یو نړیوال سازمان (SPCA) په مرسته شوی دی. د سرچینې په خبره، دغه حیوانات په يوه روسۍ ترانسپورتي الوتکه (Ilyushin 76-TD) کې چې د ۲۸۶ حیواناتو د انتقال له پاره ډيزاين شوې وه، انتقال شوي دي.
په کابل کې د حیواناتو د ژغورنې یاد سازمان پر خپلې فیسبوک پاڼه ليکلي دي: «موږ په دې برخه کې د هر يو له قوي ملاتړ څخه چې په وروستيو میاشتو کې يې درلود مننه کوو.» دغه سازمان زیاته کړې ده چې د دغه ستر کار ترسره کیدل، دوی حیران کړي دي. زیاته شوې چې په دغه کار کې د یاد سازمان پرسونل او له ۲۰۰ ډیر رضاکارانو برخه اخیستې ده.
د تیرکال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د تخليې په پروګرام کې چې په لسونو زره افغانان بهر ته ووتل. د رپوټونو پر اساس په دې منځ کې حیوانات هم له افغانستانه بهر ته ایستل شوي دي.
د یو رپوت پر اساس، د بریتانیا د بحري قواوو یو پخوانی سرتیری، پین فارټينګ، چې په افغانستان کې يې د «نوزاد» په نوم د حیواناتو خیريه موسسه درلوده، د اګست میاشتې په پای کې نژدې ۲۰۰ ژغورل شوي سپيان او پيشوګانې په یوه الوتکه کې لندن ته انتقال کړې. د دغو سپيو او پيشوګانو حامل الوتکه د لندن په هیترو هوايي ډګر کې کيناسته. هغه وخت د فارټينګ یوه ویاند دامنيک ډایر، پين فارټينګ یو «اتل» ښودلی وو.
په بریتانیان کې له افغانستان څخه د حیواناتو د تخلیې د دغه پروګرام له کبله څه موده وړاندې د بریتانیا پر لومړي وزیر بوریس جانس هم انتقادونه شوي ول. منتقدینو ویلي ول چې د اړمنو افغانانو پر ځای د بریتانیا چارواکو د یوه خیریه سازمان لسګونه حیوانات بریتانیا ته را انتقال کړي دي.