سياستاوکرایین
له اوکراین سره د امریکا ۹۸۸ میلیونه ډالري پوځي مرسته
۱۴۰۳ آذر ۱۸, یکشنبهاعلان
د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۹۸۸ میلیونه ډالرو (شاوخوا ۹۳۵ میلیونه یورو) په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه. ټاکل شوې د مرستې په دغې کڅوړه کې ډرون الوتکې، ټانکونه، د راکټ لانچرونو لپاره پرزې، تجهیزات او د توپخانې د سیسټمونو اضافي پرزې شاملې وي. د امريکا د دفاع وزارت وايي، دغه مرستې به د روسيې د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې له اوکراين سره د واشنګټن د ملاتړ په دوام کې دغه هیواد ته ورکړل شي.
واشنګټن له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین تر ټولو ستر مالي او پوځي ملاتړی بلل کېږي. خو د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له پوځ سره د میلیاردونو ډالرو مرستې په اړه انتقادي نظر لري.