له داعشه بيرته نیول سوي ښار پالميرا انځورونه
د سوريې حکومت له داعش څخه د پالميرا ښار تر نيولو وروسته، د دغه ښار د بيا رغاولو ژمنه کړې ده. د لومړیو ارزونو له مخي کارپوهانو ويلي دي چي دغه ښار په هغه اندازه تخريب سوی نه ده لکه اټکل چي ئې کېدی.
پالميرا ښار
د سوريې پوځ د يکشنبې په ورځ په دې وتوانېد چي تر سختو جگړو وروسته د پالميرا ښار څو دروازې له داعش څخه ونيسي. له داعش څخه تر نيولو وروسته د پالميرا ښار انځورونه.
پر پالميرا ښار جگړه کي ۵۸۰ عسکر او جنگيالي وژل سوي
د سوريې پوځ د مارچ مياشت له ۲۰ نېټې راهيسي د روسيې د هوايي ځواک په مرسته يرغلونه پيل کړل. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي ۴۰۰ کسان د داعش جنگيالي او ۱۸۰ عسکر وژل سوي دي. د پالميرا تر نيولو وروسته د سوريې پوځ د يوه عسکر انځور.
پالميرا
د ايران حکومت اسد ته د دغه ښار د نولو تبريکي ورکړې او ويلي ئې دي چي ملاتړ ته به ئې دوام ورکړي. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته د هغه يو انځور.
پالميرا تاريخي ښار
پالميرا ښار د دمشق په شمال کي واقع دی او د يونسکو د نړيوالو ميراثونو په ليست کي دی. د داعش تر نيولو وروسته په دغه ښار کي ډېر ارزښمن تاريخي اثار موجود ول. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته يو انځور.
د پالميرا ښار نوی انځور
د پالميرا ښار پاته سوي د سوريې د صحرا په اعماق کي دي.
پالميرا ښار
افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د ۲۰۱۵م کال په می مياشت کي پالميرا ښار ونيو او ځيني برخي ئې تخريب کړې. پالميرا د صحرا په مرواري هم مشهور دئ.
د پالميرا ښار تخريب
کله چي داعش دغه ښار ونيو ځيني برخي ئې په بمونو سره والوزولې او ويډيوگاني يې خپرې کړې. دوی په دې سره غوښتل خپل قدرت وښيي.
شامين-بعل معابد
په دغه ښار کي شامين-بعل معبد يو ډېر تارخي ځای وو چي داعش ونړاوه. دغه معبد له دوو زرو کلونو راهيسي خوندي پاته وو او په منځي ختيځ کي يو له مهمو معابدو څخه وو. د داعش له خوا د دغه معبد تر نړولو دمخه د هغه انځور.
د بريا طاق
په تاريخي ښار پالميرا کي يو بل مهم تاريخي ځای «د بريا طاق» وو چي افراطي ډلي داعش هغه په چاودېدونکو موادو سره تخريب کړ. لرغونپوهانو دغه ۲زره کلن تاريخي طاق د دغه ښار په تاريخي آثارو کي يو جوهر باله. د دغه طاق پخوانی انځور.
د يوه لرغونپوه وژل
داعش يوازي د تاريخي آثارو په له منځه وړلو بسنه ونه کړه، بلکي په ۲۰۱۵م کال کي ئې د سوريې يو ۸۲ کلن لرغونپوه خالد اسعد (په انځور کي) هم وواژه او د هغه جسد ئې په پالميرا ښار کي ځوړند کړ. هغه د خپل عمر ډېره برخه د پالميرا ښار څېړنو ته ځانگړې کړې وه.
«بل» معبد
په پالميرا ښار کي «بل» معبد تر مېلاد ۳۲ کاله دمخه جوړ سوی وو او داعش ونړاوه. له سټلايټ څخه د دغه معبد تر تخريب دمخه او وروسته اخيستل سوي انځورنه.
پالميرا ښار
د پالميرا ښار تر بيرته نیوولو وروسته کارپوهان وايي، ښار هغه شان تخريب سوی نه دی، لکه اټکل چي ئې کېدی. د سوريې د پوځ له خوا د پالميرا ښار تر آزادولو وروسته انځور.
د بيا رغاوني ژمنه
د سوريې پوځ د پالميرا ښار تر آزادولو وروسته له سیمي څخه ماينونه پاکوي. د سوريې رژيم د دغه ښار د بيا رغولو ژمنه کړې ده.
په سوريه کي تاريخي ښار پالميرا
د سوريې د موزيمونو رئيس ويلي دي چي تخريب سوي معبدونه به بيرته داسي ورغوي چي تاريخي ارزښت ئې خوندي سي. د پالميرا ښار یو انځور
يونسکو هم پالميرا ته استازي لېږي
يونسکو سازمان هم اعلان کړی دئ، چي ډېر ژر به پالميرا ښار ته يو کمېسيون ولېږي. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته يو بل انځور.