له داعشه د موصل د نيولو د پراخو جګړو د دوام عکسونه
د داعش جنګيالي د موصل ښار د خوا او شا کليو اوسیدونکو څخه د "انسانی ډال" په توګه کار اخلي. ادعا کيږي چي د "اسلامي دولت" جنګيالیو موصل ته نږدي کليو څخه ۲۸۴ نارينه او ځوانان هلکان وژلي دي.
څو موده کيږي چې له "اسلامي دولت" څخه د موصل بیرته نیولو عمليات پيل شوي او لا هم دوام لري.
د امريکا او عراقي دولت د وينا له مخې د موصل د بیرته نيولو عمليات، داعش د ښار او نږدي سیمو له اوسیدونکو څخه د "دانسانی ډال" په توګه کار اخلي.
د شنبي په ورځ د سی ان ان خبري شبکي د امريکي د معلوماتي سرويس په استناد رپوټ ورکړې چې "اسلامي دولت" جنګيالیو (داعش) ۲۸۴سړي او تنکي ځوانان د موصل په نږدي پرتو کلیو کي وژلي دي.
د اسلامي دولت ترهګره ډله،چې لا هم د موصل ښار کنترول په خپل لاس کې لري،له وژل شویو کسانو څخه يې ډير کله د "انسانی ډال" په توګه کار اخيستې وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسار زید رعد الحسین،چې"اسلامي دولت " له خلکو څخه د انسانی ډال په توګه کار اخلي، د جمعي په ورځ يې خپله اندېښنه يې څرګنده کړې وه.
د الحسین، اپه وینا دغه ترهګري ډلې موصل ته نږدي کليو څخه ۵۵۰ کورنۍ دغه ښار ته ليږدولي دی،تر څو په خپلو هډو د هواي بريدونو مخه ونيسی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې تر اوسه پورې ۳۹۰۰ کسان له دې ښار څخه په تېښته توانيدلي دي.
موصل چې په عراق کي د داعش تر ټولو وروستۍ ستره هډه ګڼل کيږي د ۲۰۱۴ کال جون په مياشت کې د "اسلامي دولت " له خوا ونيول شو.
د "موصل" د عملیاتو رهبري د عراق د پوځ پر غاړه ده. دغه عمليات د پوځ په ګډون، کردانو پيش مرګه مليشو،د سني داوطلب ځواکونو،شيعه او مسیحيانو،دغه راز د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ او د امريکي په لار ښوونه تر سره کيږي.
دغه راز "اسلامي دولت " دفاعی سنګرونه د موصل په خوا او شا کې له منځه او يو شمير کلي آزاد شوی دي.
د موصل د آزاديدلو عملیات د دوشنبی شپي په نيماي کي پيل شول،عراقي پوځ له سويل څخه او پيشمرګي ځواکونو له شمال او ختيځ ، چې تر ټولو نه مهم د "اسلامي دولت" په کنترول کې ښار موصل د آزاديدلو له پاره پيل شول.
کردي پیشمرگه ملیشو هم په لومړنيو ساعتونو کې بريدونه پیل کړل،چې اوه کلې يې د موصل په ختيځ کې د داعش له کنترول څخه آزاد کړي دي.
د رپوټونو له مخې د موصل د آزادیدلو عملیات د ۲۰۰۳ کال پر عراق باندي د امريکا تر يرغل وروسته تر ټولو ستر نظامی عمليات دي.
له ۴ زره پش مرګه مليشو او نږدي ۳۰ زره د عراقي پوځ ځواکونه په دي عملياتو کي ګډون لري.
په موصل کې د اعش عملياتي ځواکونو شمير د ۳ نه تر ۵ زره پوري اټکل شوې. دغه ډلې د ښار په شا او خوا سیمو کې سمڅي ويستلی، په خاصه توګه په ځينو کې لکه د موصل په ختيځ کې مينونه خښ کړي دي.
په موصل کې د يو ميلون او ۲۰۰ زره تر منځ انسانان ژوند کوي او نړيوال مرستندیونه سازمانونو وړاندوینه کړي چې د دغه ښار د آزادیلو عمليات به په زرګونو کسان اواره او بي کوره کړي.
د ملګرو ملتونو د پناه غوښتني عالي کميسارۍ وايې؛ د داعش پر ضد جګړه کيدای شي د يو ميلون انسانانو د بې کوره کيدلو سبب شي،چې ۷۰۰ کسان به يې بشري مرستو ته اړتيا ولري.
د موصل د آزادیدلو عمليات امکان لري چې په اونیو دوام وکړي ، له لومړينو بريالیتونو سره سره د دواړو خواو څخه ژورې ارزوني شتون نه لري..