له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په روان کال کې یونان ته ۱۳۷۰۰۰ پناه غوښتونکي ورغلي
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېسارۍ یا یو ان اچ سي آر، د معلوماتو له مخې د روان میلاد کال د پېل راهیسې د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې پورې ۱۳۷۰۵۶ مهاجر د یونان ټاپوگانو ته رسیدلي دي. زیاته شوې ده چې د پناه غوښتونکو ۳۸ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه یې له قانوني سن ټيټ دي. د یو ان اچ سي آر په وینا د دغو کډوالو ۴۸ سلنه سوریایان، ۲۶ سلنه افغانان او ۱۷ سلنه بیا عراقیان دي.
په جنوبي کوریا کې د امریکايي دافع هوا سیتسم پر نصبولو نیوکه
د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په جنوبي کوریا کې د امریکا متحدو ایالاتو د پلان شوي توغندیو د دفاعي سیستم ځای پر ځای کولو باندي نیوکه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف د جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل چینایي سیال وانگ يي سره تر ملاقات وروسته ویلي دي چې د متحدو ایالاتو پلانونه د شمالي کوریا د گواښ تر مخنیوي پراخ دي.
د سوریې د خبرو اترو په اجنډا کې د ټاکنو موضوع هم شامله ده
په کورنۍ جگړه ځپلي هیواد سوریه کې باید تر یونیم کاله پورې د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندي نوی ولسمشر او پارلمان وټاکل شي. دغه خبره د سوریې له پاره د ملگروملتونو ځانگړي استازي ستیفن دېمستورا، د ریا نووستي له خبري آژانس سره په مرکه کې کړې ده. دیمستورا په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې د مارچ میاشتې په ۱۴ نېټه په ژنیو کې د سولې په هکله په پیلیدونکو خبرو اترو په اجنډا کې د ټاکنو موضوع شامله ده.
د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د عرب لیگ نوی عمومي منشي ټاکل شوی
د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر احمد ابو الغیط د عربي لیگ د نوي عمومي منشي په توگه ټاکل شوی دی. دغه ۷۳ کلن به د روان میلادي کال د جون میاشتې په پای کې د بل مصري دیپلومات نبیل العرب ځای ناستی شي چې نه غواړي یوه بله پنځه کلنه دوره تیره کړي. ابو الغیط په ۲۰۱۱م کال کې د راپرځیدونکي ولسمشر حسني مبارک تر واکمنۍ لاندې حکومت کې د بهرنیو چارو وروستی وزیر وو.
کریکټ: افغانستان برخلیک ټاکونکي لوبه په مخ کې لري
د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې افغانستان د شنبې په ورځ د زمبابوې پر وړاندې خپله برخلیک ټاکونکي لوبه تر سره کوي. هره لوبډله چې دغه سیالي وگټي نو د نړیوال جام بل پړاو یا «سوپر ۱۰» ته به لار ومومي. افغانستان تر اوسه د هانگ کانگ او سکاټلنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.