له دویچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
پوتین په تهران کې د سورېې د کړکیچ په اړه خبرې اترې کوي
د روسیې جمهور ریئس ولادیمیر پوتین د خپل ایراني سیال حسن روحاني سره د خبرو اترو په موخه پلازمینې تهران ته رسیدلی دی. انتظار کیږي چې دواړه مشران به د سوريې پر کړکیچ او افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد جګړې په هلکه خبرې وکړي. د کریملن مشر به ښايي د ایران د روحاني مشر آیت الله خامنه اي سره هم وګوري. پوتین په اصل کې د تیل صادرونکو هیوادونو د سازمان (GECF) په غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی.
آلمان ته په روانه میاشت کې ۱۸۰ مهاجر رسیدلي
د آلمان پولیسو د شمیرو په حواله به دې هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر په روانه میاشت کې نوې لوړې کچې ته ورسیږي. ویل شوي چې د نومبر میاشتې له پيل راهیسې کابو ۱۸۰ زره غیر قانوني مهاجر راجستر شوي دي. یوازې د شنبې او یکشنبې پر ورځو ۱۴ زره ۴۸۲ تنه مهاجر آلمان ته رسیدلي دي. تر اوسه تر ټولو زیات مهاجر یعني ۱۸۱ زره په تیره میاشت یعني اکتوبر میاشت کې راغلي ول.
مالیزیا او هند غواړي د ترهګرۍ ضد شریکه مبازره لاپسې پراخه کړي
مالیزیا او هند غواړي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې همکاري لا پسې پياوړي کړي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د مالیزیا پلازمینې کوالا لمپور ته د سفر پر وخت وویل چې په دې موخه باید د نورو سربیره شریک پوځي تمرینونه لا پسې پراخ کړل شي. د مالیزیا لومړي وزیر نجیب په یوه شریکه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې دواړه هیوادونه غواړي د اطلاعاتو تبادلې هم دوام ورکړي.
روسیې په ناټو کې د مونتینګرو احتمالي ګډون د اروپا له پاره زیانمن بلل
روسیې په ناټو سازمان کې د مونتینګرو احتمالي غړیتوب د اروپايي ټولنې د امنیت له پاره زیانمن بللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې سربیره پر دې به د پخوانۍ یوګوسلاویه د دغه تر ټولو کوچني هیواد غړیتوب د ناټو او روسیې پر «اړیکو یو نوی ګوزار وي». د رسنیو په حواله ناټو ښايي مونتینګرو ته په دسمبر میاشت کې د غړیتوب بلنه ورکړي
ارجنټاین: د اپوزیسیون کاندید د ولسمشرۍ ټاکنې کټلي
په ارجنټاین کې د لیبرال محافظه پال اپوزیسیون کاندید ماوریڅيو ماکري د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې بریالی شوی. د کابو ټولو رایو تر شمیرولو وروسته نوموړي تقریباً ۵۲ سلنه رای ترلاسه کړي دي. د نوموړي مخالف کاندید کیڼ اړخه دانیل سکیولي ۴۸ سلنه رای اخیستي دي. سکیولي د برحاله ولسمشرې کرستینا فرناندس دی کیرشنر له خوا چې د اساسي قانون له مخې یې د دوو دورو وروسته د بیا کاندیدو حق نه لاره، حمایه کیده.
د یونان سره د ملیاردو یورو نوی مرسته
د اروپايي ټولنې د ماليې وزیران په پام کې لري نن، دوشنبه د یونان له پاره د مرستو یوه بله بسته ومني. په دې توګه به دغه هیواد د ژغورنې د روان پروګرام څخه ۱۲ ملیارډ یورو ترلاسه کړي. له دغه پیسو څخه ۲ ملیارده د یونان د داخلي بودجې له پاره په نظر کې نیول شوي او نورې لس ملیارد یورو د بانکونو د حمایت له پاره دي. په بروکسل کې به د وزیرانو د غونډې بله موضوع د غړیو هیوادونو د بودجې پلانونه وي.
د بریتانیې صدراعظم فرانسې ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ
د بریتانیې لومړي وزیر دیود کیمرون فرانسې ته د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کې د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړ. د فرانسې له ولسمشر فرانسوه اولاند سره په شریک مطبوعاتي کنفرانس کې نوموړي وویل چې د فرانسې هوايي ځواک په قبرص کې د بریتانیا د هوايي اډې څخه استعفاده کولای شي. همدا راز به بریتانیا د خپل دغه متحد سره د استخباراتي اطلاعاتو تبادله هم لا پسې زیاته کړي.