1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له کرونا روغ شوی مريض: داسې احساسوم چې نوی ژوند راکړل شوی

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د خيبر پښتونخوا د باړې سيمې اوسيدونکي د مارچ تر ۱۲ نيټې د خپل ژوند په عادي چارو کې بوخت وو، خو په همدې ورځ دی په تبه اخته شه. هغه چې اوس له کرونا روغ شوی، دلته یي خپله تجربه شريکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3aJf9
Pakistan Rehman Afridi
انځور: DW/Abdul Sattar

۲۳ کلن عادل رحمان آفريدي چې د درملو تجارت کوي، خپله تبه بابيزه وګڼله او په خپل ګاونډ کې پراته کلينک ته ورغی خو تبه یې ښه نه شوه او ناڅاپه یې ورسره ستونې هم په درد شو او بيا په څلورمه ورځ یې په ساه اخیستو کې هم ستونزه پيدا شوه.

هغه وايي چې په ساه اخیستو کې د تکليف پر وخت مې د خطر احساس وکړ. عادل په خبرو کې تر لنډې دمې وروسته وويل: »ما اوريدلي ول چې په کرونا اخته شوي کسان نه رغیږي. په دې حال کې مې کورنۍ لومړی د پيښور حيات آباد نارت ويست روغتون ته يوړم. هلته را څخه ډاکترانو د سفر د تاريچې په اړه پوښتنې وکړې. زما علايمو ته په کتو سره زه یو بل روغتون ته انتقال شوم، هلته یې راته وویل چې کرونا لرم.«

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دې خبرې په اوريدو مو د ویرې احساس وکړ، عادل آفريدي وويل: »زما تبه دومره شديد او د بدن درد دومره زيات وو چې په دې اړه مې هیڅ فکر ونه کړای شو. خو چې کله مې درد کم شو نو د دې ناروغتيا څخه ډيره ويره د دې خبرې له وجې راسره پيدا شوه چې کورنۍ به تر مړينې وروسته وروستی ديدن هم ونه کړای شي او زما په جنازه کې به څوک ګډون ونه کړي. دې خيال ډېر وويرولم.«

عادل رحمان آفريدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا ويره درسره تل مل وه، وويل: »نه، د خپل کلي مولوي صيب راته د تليفوني تماس له لارې وويل چې دا ډول وباګانې د اسلام د پيغمبر په وخت کې هم راغلې وې او څوک چې له دې کبله مړ کيده هغه به شهيد بلل کيده.«

عادل وويل چې دې ځواب هغه ته تر يوه حده ډاډ ورکر: »د دې ناروغۍ ټولنیزه ويره دومره زياته ده چې ما له خپلې ميرمن او مور څخه دا خبره پټه وساتله. خو کله مې چې کور قرنطين شو نو هغوی پوهه شولې خو ما ورته د تليفون له لارې ډاډ ورکړ چې زه به ښه شم، ځکه چې دا ناروغي د ډيرو زړو او وار د مخه ناروغه خلکو له پاره خطرناکه ده، زما له پاره نه.«

په آيسوليشن يا قرنطين کې تیرې کړې ورځې د عادل په وينا له يوه عذابه کمې نه وې. هغه زياتوي: »زما ډاکتران ډير ښه وو او له هغوی سره ټول حفاظتي وسايل هم موجود ول، خو سره له دې هم په يوه ځانله ځای کې څو ورځې تیرول ډير مشکل دي. زه یې بيانولای نه شم. هغه ورځې مې ديوالونو ته په کتو کتو تیرې کړې. کله به مې په تليفون خبرې وکړې او کله به مي په فیسبوک کې مصروف شوم خو وخت هیڅ نه تیريدی.«

نوموړی که څه هم چې په پيښور کې د روغتون له ډاکترانو راضي ښکاريده، خو ویې ويل: »زموږ ډاکتران ډېر ښه دي خو سيستم مو ښه نه دی. زه پر دې نوره تبصره نه کوم خو خلکو ته دومره وايم چې د خدای له پاره پر ځانونو مو پام وکړئ او د حکومت پر لارښوونو عمل وکړئ. ځکه زموږ روغتيايي سيسټم ډېر ښه نه دی.«

د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه اوس څه احساس لري، عادل آفريدي وويل: »داسې راته ښکاري چې نوی ژوند راته راکړل شوی وي. زه تر لسو ورځو قرنطين وروسته کور ته وليږدول شوم، ځکه چې زموږ کور او محلت قرنطين شوی دی او څوک له کوره د وتلو اجازه نه لري. اوس زما پنځلس ورځې هم پوره شوي دي. خو زه لا دباندې نه وځم او په کور کې استراحت يم او د کورنۍ له ماشومان سره کريکت هم کوم.«

خو عادل دې خبرې ته ډير حيران دی چې هغه د کرونا خطري سيمو ته سفر نه دی. د ده يو ملګری له آسترليا او بل یې له چين څخه راغلي ول خو هغوی سره یې درې او دوې مياشتې مخکې ليدلي ول او هغه دواړه روغ دي.

دویچه ویله: ب.ص/ ن.ز