م. م: ملکي تلفات خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي
۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبهد ۲۰۰۹م کال راهیسې هغه وخت چې یوناما د افغانستان د جګړې د ملکي تلفاتو ثبت کول پیل کړل، د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مجموعي ډول ټولو ۱۶۹۲ کسان وژل شوي کوم چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله یو فیصد لوړ دی.
په رپوټ کې وړاندې ویل شوي چې په همدې شپږو میاشتو کې ۳۴۳۰ ملکي کسان ټپیان شوي چې د تیر ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله پنځه فیصده کمښت ښيي.
په عین وخت کې په مجموعي توګه د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې په مجموعي توګه ۵۱۲۲ کسان وژل او ټپیان شوي دي، کوم چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳ فیصده کموالی ښيي.
په رپوت کې راغلي چې د ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه برخه د ځانمرګو او نورو پیچلو بریدونو له کبله شوي او شاوخوا ۴۰ سلنه ملکي تلفات بیا د طالبانو په لاس رامنځ ته شوي دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما د رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي چې د هوايي بریدونو له کبله د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوي او زیاتوي چې د هوايي بریدونه له کبله شاوخوا ۱۴۹ کسان وژل شوي او ۲۰۴ تنه نور ملکي کسان بیا ټپیان دي. رپوټ وايي چې دغو شمیرو ته په کتو سره د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
په ۲۰۱۴م کال کې وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوو، په تقریباً ټول هیواد کې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې بریدونو زور اخیستی دی.