مایک پمپیو د داعش ډلې پر ضد د مالي ملاتړ غوښتنه کړې
۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعهایټالیا او امریکا متحده ایالاتو د ۳۱ هغو هیوادونو د یوې غونډې مشري وکړه چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. د کرونا وبا له کبله، دغه غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوې ده. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دغه ویډیويي کنفرانس کې وویل: «د داعش پر وړاندې زموږ جګړه ادامه لري او د راتلونکې یوې مودې له پاره به همداسې ادامه ولري. موږ آرام نه شو پاتې کیدلی.»
تیر کال وروسته له هغې چې ولسمشر ترمپ د جګړې په ډګر کې د داعش ډلې د شکست خبر ورکړ، د امریکايي ځواکونو د یوه پلان شوي برید په پایله کې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي ووژل شول. پمپیو په دغه ویډيويي کنفرانس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: «موږ باید د داعش ډلې شبکې او حُجرې له منځه یوسو او په سوریه او عراق کې د آزادو شویو سیمو د ثبات له پاره مرسته وکړو.»
پمپیو په خپلو خبرو کې د کرونا وبا له کبله رامنځ ته شوي بد اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل: «دا حقیقت دی چې دغه وبا زموږ د ټولو هیوادونو پر بودیجو باندې ستر فشار راوړي، لیکن موږ ستاسې ملتونه هڅوو څو د ۲۰۲۰م کال له پاره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونو مالي مرستې له پاره ژمنه وکړي.»
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په حواله، د سوریې او عراق له پاره د داعش پر ضد د ائتلاف مالي تمویل د تیرې مودې په پرتله ۲۰۰ میلیونه ډیر شوی دی. دغه نړیوال ائتلاف غواړي چې د دغو مالي مرستو پرمټ په سوریه او عراق کې ثبات رامنځ ته کړي.
امریکا متحده ایالاتو د سوریې د شمال شرقي سیمو له پاره د ۵۰ میلیونو ډالرو مالي مرستو ژمنه کړې او د عراق له پاره یې بیا د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مالي مرستو اعلان کړی دی. په داسې حال کې چې داعش ډله تر ډیره پورې په منځني ختیځ کې کمزورې شوې ده، خو په افغانستان او غربي افریقا کې د داعش ډلې د اغیز د پراخیدو په هکله خبرداري ورکړل شوي دي.
امریکا متحده ایالات په پلازمینه کابل کې پر یوه زیږنتون د برید مسوول ګڼي او زیاتوي چې دغه ډله غواړي په دغه راز بریدونو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې ته زیان ورسوي. داعش پر وزیر اکبر خان پر جومات د برید مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی چې پکې د جومات د ملا امام ایاز نیازي په شمول دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور پکې ټپيان شول.