متیس، افغانستان ته د اضافي سرتیرو لیږلو امر لاسلیک کړ
۱۳۹۶ شهریور ۱۰, جمعهمتیس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «هو، ما امر لاسلیک کړی، خو هغه بشپړ نه دی.» متیس په دې هکله څه و نه ویل چې څومره اضافي ځواکونه به افغانستان ته واستول شي او د هغوي دقیق نقش به څه وي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پنتاګون یا د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت اوس په افغانستان کې د ځواکونو د پراختیا جزئیات مشخص کړي، چې ولسمشر دونالد ترمپ یې د اګست په ۲۰ نیټه په خپله وینا کې وړاندوینه کړې وه.
د غیر رسمي اټکلونو له مخې ښایي نور ۴۰۰۰ جنګي امریکايي عسکر افغانستان ته واستول شي، څو افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې مرسته وکړي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې طالبان او داعش دواړه په نخښه کیږي.
د چهارشنبې په ورځ پنتاګون دا خبره تائید کړه چې په افغانستان کې اوسمهال د امریکایي عسکرو شمیر ۱۱۰۰۰ تنه دی. تر دې دمخه دغه شمیر ۸۴۰۰ سرتیري ښوول کیده. د پنتاګون یوې ویاندې دانا وایټ، وویل چې دا د متیس له خوا د شفافیت د رامنځ ته کولو د هڅو یوه برخه ده.
په عین وخت کې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې د هغو ادعاوو په هکله یې رسمي پلټنې پېل کړي دي چې په يوه هوایي برید کې لږ تر لږه د ۱۲ ملکیانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې چارواکي د سه شنبې په ناوخته د لوګر ولایت مرکز، پل علم ته څیرمه په باري کلي کې د رامنځ ته شوې پیښې په هکله حقایق ارزوي.
په لوګر کې افغان چارواکي ادعا کوي چې د «بهرنیو ځواکونو» په هوایي برید کې ملکي کسان وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې امریکایي ځواکونه یوازيني بهرني ځواکونه دي چې لا هم په افغانستان کې هوایي بریدونه تر سره کوي.