1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصرۍ نجلۍ په ټيک ټاک د نڅا له امله په ۳ کاله حبس محکومه شوه

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

په مصر کې د یوې نجلۍ انټرنيټي پستونه «د ټولنيز اخلاق د نقضولو» د جرم په توګه غندل کيږي. مدني فعالان وايي دغه ډول چلند يوازې د جنسيتي تبعيض له مخې نه، بلکې د موجوده سنتي نظام پر استحکام د حکومت له موقف څخه منشأ اخلي.

https://p.dw.com/p/3i5wE
Ägypten Influencerin Manar Samy verurteilt
انځور: AFP/K. Desouki

د منار سماع، په نوم يوه مصرۍ نجلۍ په خپل کور کې يوې مشهورې سندرې ته ګډا کوي. هغې خپلې شونډې سرې او ويښتان يې خلاص پريښې او داسې يو بلوز يې اغوستي چې نس يې نه دی پټ کړی. سماع پر موبايل د خپلو حرکاتو اخیستلې ويډيو په انټرنيټ کې خپره کړې ده. دغه ويډيو ډيرو خلکو خوښه کړې او په «ټيک ټاک» شبکه کې يې په زرونو ځله خوښه يا لايک شوې ده.

خو د ټولو ليدونکو نظرونه مثبت نه دي. د بيلګې په توګه اشرف فرهت، چې يو حقوقي وکيل دی، د ميرمن منار سماع حرکات يې «خراب» ګڼلي او په اړه يې چارواکو ته رپوټ ورکړی دی. د قاهرې محکمې تر لږ ځنډ وروسته «مصري ټولنې ته د نه درناوي» په تور د دغې نجلۍ د نيولو امر صادر کړی دی.

منار تر دې مخکې د الوتکې د سټیوردستې په توګه کار کاوه چې بيا يې موډلينګ ته مخه کړه چې اوس په ټولنيزو شبکو کې پر يوې اغيزناکه څيرې بدله شوې ده. د هغې مور يوه عنعنوي او دينداره ښځه ده، خو زياته شوې چې منار خپلې مور ته ډاډ ورکړی وو چې هيڅ کله به داسې فلم خپور نه کړي چې فامیلي عزت ته يې زيان ورسوي

په غربي ټولنه کې د منار سماع په څير د نجونو ګډا کيدای شي يو بې ضرره او خوندور عمل وي، خو اشرف فرهت وايي چې يوه مصرۍ نجلۍ حق نه لري چې «غیر مناسب حرکات» ترسره کړي. هغه وايي: «د يوې نجلۍ نجابت يوازې د هغې باکره توب نه دی، بلکې نجلۍ بايد شرم او حيا ولري. دا بې ناموسي ده چې يوه نجلۍ خپل تن او بدن نورو ته ښکاره کړي.»

Bildkombo Ägypten Influencerinnen Haneen Hossam und Mowada al-Adham
هانين حسام او موادا الادهم، مصرۍ نجليانې چې عامه عفت ته د زیان رسولو په جرم په دوه دوه کلونو حبس محکوم شويانځور: AFP/K. Desouki

محکمې د منار له پاره درې کاله حبس ټاکلی دی.

منار لومړنۍ او يا هم وروستۍ مصرۍ نجلۍ نه ده چې په انټرنيټ کې د خپلو انځورونو يا ويډيو د خپرولو له پاره بندي کيږي. سما المصري يوه بله ځوانه مصرۍ نجلۍ ده چې د خپلو «ډيرو لوڅو» انځورونو د خپرولو په خاطر د «عامه عفت او فامیلي ارزښتونه د نقضولو» په دلیل پر درې کاله حبس محکومه شوې. خو دغه حکم د وکيل د تقاضا په صورت کې د تجديد نظر وړ دی. په جون مياشت کې هم دوه نجونې په ټولنيزو شبکو کې د ورته تورونو له امله پر دوو دوو کلونو حبس محکومې شوې وې.

په مصر کې د ښځو د حقونو فعاله، غدیراحمد وايي چې د ښځو پر وړاندې دغه ډول شکايتونه او قضايي دوسيې تر ډيره جنسيتي اړخ لري. هغه وايي: «ځوان نارينه په ټيک ټاک کې آزاد دي چې هر ډول پستونه وکړي. نارينه کولای شي په خپل پست کې خپل لوڅ بدن ښکاره کړي، خو ښځه نه.»

خو په مصر کې د دغې فعالې څرګندونې چندانې پلويان نه لري. حکومت ته نژدې رسنيو د منار په څير نجونو پر وړاندې له روانو قضايي اقداماتو څخه هرکلی کړی دی. دوی په ټولنيزو شبکو کې د پيسو د ترلاسه کولو په موخه د انځورونو او ويډيوګانو خپرول«تن فروشۍ» ته ورته یو عمل بللی دی.

دويچه وله ف/م.ک.ص./م.ق.ن

دلته په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتلی شئ: