«پاکستان د مهاجرینو په کوربتوب سره نړیوال مثال ټینګ کړی»
۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۶مه نیټه) د پاکستان د څلور ورځني سفر پرمهال د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش، وویل چې پاکستان د افغان مهاجرینو په کوربتوب سره یو نړیوال مثال پریښی دی. ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر به نن په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو په تړاو جوړ شوي یوه نړیوال کنفرانس ته وینا هم واوروي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر وویل: «پاکستان نن ورځ په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو د کوربتوب له اړخه دوهم ستر هیواد دی.» ګوتریش زیاته کړه چې سره له دې چې پاکستان په کور دننه خپلې ستونزې لري، خو بیا یې هم د نړیوالې ټولنې له لوري د محدود ملاتړ ترڅنګ د میلیونونو افغان مهاجرینو له پاره پناه او حفاظت وړاندې کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر په خپلو خبرو کې همدا راز نور هیوادونه وهڅول څو له پاکستان سره مرسته وکړي او په جنوبي آسیا او د نړۍ په نورو برخو کې د مهاجرینو په برخه کې حکومتي مشران باید په ورته یوه اقدام لاس پورې کړي.
په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو د څلویښتو کلونو د پوره کیدو په مناسبت په دغه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري، د مهاجرینو او بیرته راستنیدوکو چارو وزیر محمد عالمي بلخي او همدا راز په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل، هم ګډون لري.
زموږ له آرشیف څخه: