م.م:د بشري مرستو له پاره به ۴۶،۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا وي
۱۴۰۲ آذر ۲۰, دوشنبهملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، چي د راتلونکي له پاره اټکلونه ډیر سخت ښکاري. د عاجلو بشري مرستو له پاره پرته له کافي بودجې څخه، انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ملگرو ملتونو په ۲۰۲۳م کال کي لا د دغه ډول اړتیا اټکل ۵۶ اشاریه ۷ میلیارده امریکايي ډالره کړی وو، خو یوازي یې د هغه یو پر دریمه برخه ترلاسه کړه.
له ۲۰۱۰م کال راهیسي به ۲۰۲۳م کال لومړنی کال وي چي د تیر کال په پرتله به یې د بشري مرستو له پاره بودیجه راکمه سي. له همدې کبله ملگرو ملتونو پريکړه کړې ده چې په ۲۰۲۴م کال کي دبسپنې له پاره خپله غوښتنه راکمه کړي.
د ملګرو ملتونو د عاجلو مرستو همږغي کوونکي مارتین ګریفیتس، څرگنده کړې ده: «بشري مرستېژوند ژغوري، له لوږي سره مبارزه، د کوچنیانو ساتنه، د وبا مخنیوی او په غیر انساني شرایطو کي سرپناوي او روغتیايي خدمات وړاندي کوي. خو د نړیوالي ټولني له خوا لازم ملاتړ دغه ډول اړتیاوي نه سي پوره کولای.
ملگري ملتونه غواړي ددغو غوښتل سوو ۴۶ اشاریه ۴ میلیارده ډالرو له لاري په ۷۲ هیوادو کي بشري مرستي وکړي. د ملگرو ملتونو په حواله دغه ډول مرستو ته تر ټولو ډېره تقاضا په سوریې، اوکراین،افغانستان، ایتوپیا او یمن کي موجوده ده.
GP/NZ/AG