م.م.: شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زور زياتي ښکار کيږي
۱۴۰۰ آذر ۶, شنبهد ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسار فيليپو ګرانده د جمعې په ورځ په ژنيو کې د جنسي زورزياتي څخه د ښځو او نجونو د ساتنې له پاره د لا زياتو هلې ځلو غږ کړی دی.
نوموړي وویل چې په ټوله نړۍ کې له افغانستان څخه نيولې د کانګو تر ديموکراتيک جمهوريت او تر کولمبيا پورې د جنسي زور زياتي قرباني ښځې نه بيانيدونکی کړاو ګالي.
ګرانده خبرداری ورکړ چې کابو شل سلنه کډوالې د جنسي جبر، بريدونو او جنسي تيري ښکار کيږي. نوموړي وویل چې د کرونا وبا له خپريدو راهیسې د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د ښوونځیو تړل کيدو له کبله نجونې نور يوه خوندي ساحه نه لري او په مخ پر ډېريدونکي توګه د زور زياتي ښکار کيږي. ګرانده همدا راز د کورني تاوتريخوالي، انساني قاچاق او جنسي ناوړه استفادې د زياتيدو په اړه هم رپوټ ورکړی دی.
هغه وويل چې د حکومتونو ترڅنګ له مرستندويه ټولنو، مدني ټولنو او بسپنه ورکوونکو څخه هم غوښتنه کیږي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي روز زياتي په مخنيوي کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونه: په جنګي سیمو کی پر ماشومانو زورزياتی ډېر شوی
د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې د تازه رپوټ په حواله په دې وروستیو کې د هغو کسانو شمیر چې تېښتې ته اړ کيږي، ډېر شوی دی. د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې تر ۸۴ ميليونو ډېر انسانان کډوال شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه د څه نا څه ۸۲ ميليونه مهاجرو څخه خبره کوله.
ب. ص/ ن. ز (EPD)