مهم خبرونه له انځور سره
طالبانو ملابرادر د قطر د دفتر مشر ټاکلی
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ملا عبدالغني برادر چې د دې ډلې یو له بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي، د قطر د دفتر د مشر په توګه ټاکلی دی. ملا برادر په پاکستان کې تر نیول کیدو وروستو څو کاله هلته زنداني وو او د تیرکال په اکتوبر میاشت کې له زندانه آزاد شو. مخکې له دې چې ملابرادر په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې ونیول شي، نوموړی د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو پوځي عملیات همغږي کول.
د کردانو پلوي ترکۍ وکیله له بند څخه خوشې شوې
په ترکیه کې یوې محکمې د کردانو د یوې ملاتړې او د دې هیواد د پارلمان د غړې لیلا ګوین د آزادولو لارښوونه کړې ده. د ترکیې په دیاربکر ښار کې یادې محکمې پریکړه کړې چې میرمن ګوین دې په خاصو شرایطو سره له بنده آزده کړل شي. هغه پر عفرین سیمه باندې د ترکیې د پوځ پر برید انتقادونه وکړل چې پایله کې ترکیې د هغې د نیولو امر صادر کړ.
د ایټالیا محکمه: د کورنیو چارو وزیر پر انسان تښتونې تورنیدلی شي
د ایټالیا یوې محکمې ویلي چې کيدای سي د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر په سړي تښتونې تورن شي. ایټالیوي څارنوالانو ویلي چې ماتیو سالویني د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ په توقف سره په حقیقت کې ۱۷۷ تنه پناه غوښتونکي برمته کړي وو. په عین وخت کې سالیوني بیا پر خپله فسبوک پاڼه باندې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې هو اعتراف کوم. محکمې ته اړتیا نه شته. دا سم کار وو. ما دغه کار کړی دی او بیا به یې هم وکړم.
د وینزویلا د اپوزیسیون مشر: ولسمشر نیکولاس مادورو بخښل کیږي
د وینزویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدوی د دې هیواد ولسمشر نیکولاس مادورو ته بخښنه کړې ده. ګوایدوی د یوني ویژن په نامه د وینزویلايي تلویزیون په یوه پروګرام کې وویل، هر هغه څوک چې په وینزویلا کې د قانوني نظم د بیا رامنځ ته کیدو په برخه کې چمتووالی ولري، په دې بخښنه کې شامل دي او له مجازات څخه خوندي کیږي.
د بریتانیا ملکې د بریګزیت په هکله د ګډو زمینو د موندلو غږ کړی
د برګیزیت په هکله د بریتانا ملکې دوهمې الیزابت په دې برخه کې د ګډو زمینو د موندلو او متفاوتو نظریو ته د درناوي وړاندیز کړی دی. د بریتانیا دغه ملکه ډیر کم د سیاسي مسایلو په هکله څرګندونې کوي. په عین حال کې، ملکې الیزابت د بریګزیت د جنجال په هکله په بشپړه توګه د «تثبیت شوو کړنلارو» د عملي کولو خبره کړې او یادونه یې کړې چې دواړه ښکیل لوري دې په خپلو کې په ښه فضا کې خبرې وکړي.