ميانمار کې ۶۴ مظاهره چيان ووژل شول
۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبهپه ميانمار کې د پوځي کودتا پر ضد په احتجاجونو کې تاوتريخوالی تر حده واوښت او د عيني شاهدانو او رسنيو په خبره لږ تر لږه ۶۴ تنه همدغه نن شنبه ووژل شول. د «ميانمار ناو» په نوم د خبري پاڼې په حواله حتی څه باندې ۹۰ کسانو په ۴۰ ښارونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يانګون (پخوا رنګون) په نوم لوی ښار کې د «ميانمار ناو» رسنۍ په حواله څلور تنه د پوليسو د يوې حوزې مخکې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول. د ښار په يوه بله ناحيه کې د عيني شاهدانو په خبره درې تنه نور مړه شول.
په يانګون کې په يوه کلتوري مرکز باندې ډزې
د میانمار په يانګون کې سربېره پر دې د متحده آيالاتو په يوه کلتوري مرکز باندې هم د ډزو خبر ورکړل شوی دی. يوه وياند ويلي چې پېښه کې څوک ټپي شوي نه دي او دا چې په هکله يې پلټنې روانې دي. د امريکا متحده آيالاتو په ميانمار کې پر پوځي رژيم باندې د کودتا له کبله سخته نيوکې کړې ده.
د يانګون په شمال کې هم کله چې عسکرو په هدفمن ډول پر مظاهره کوونکو باندې ډزې وکړې، د يوه زندان مخکې لاريون په شنه سهار کې لا په ګډوډۍ او آخ و ډب واوښت چې په پایله کې یې لږ تر لږه يو تن وژل شوی هم دی. هغه یو ۲۱ کلن پوليس و چې له احتجاجي خوځښت سره يو ځای شوی و. په ماندالای ښار کې د «ميانمار ناو» په حواله په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ تنه نورهم وژل شوي دي.