مېرمن حسينه شيخ ونيول شوه۱۳۸۶/۴/۲۵۱۳۸۶ تیر ۲۵, دوشنبهد بنگلادېش پخوانۍ لومړۍ وزيره مېرمن حسينه شيخ د نوموړي هېواد د منځمهاله نظامي حکومت له خوا ونيول شوه. په پلازمېنې ډکه کې يوې محکمې د مخالف عوامي گوند د مشرې د نيونې پرېکړه کړې ده.https://p.dw.com/p/DKDlد بنگلادېش د عوامي گوند مشره مېرمن حسينه شيخانځور: APاعلانويل کېږي چې په مېرمن حسينه شيخ باندې د قدرت څخه د ناوړې استفادې او تحديد تورونه لگول کېږي. نوموړې 59 کلنې سياستوالې دغه تورونه رد کړي دي. هغې زياته کړه چې د هغې د نيونې د لارې هڅه کېږي په پارلماني ټاکنو کې د هغې د برخې اخېستنې مخه ونيول شي.