1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نانسي پلوسي په یو نااعلان شوي سفر کیف ته تللې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د امریکا د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي کیف ته تللې او له ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي سره ېې کتلي. م.م. وايي د اوکرایني غله دانو نه صادرات پر هیوادونو ناوړه اغیز لرلی او روسېه وايي اوکراین په خرسون کې خپل ملکيان وژلي.

https://p.dw.com/p/4Ag8Z
Ukraine Kiew | Nancy Pelosi trifft Wolodymyr Selenskyj
انځور: UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE/REUTERS

د امريکا د استازو د خونې مشره، نانسی پلوسي، پر يو نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمینه کیف ته تللې او د دغه هیواد له ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي سره ېې کتلي دي. له نانسي پلوسي سره په دغه سفر کې د امريکا د استازو د خونې یو شمیر غړي هم مله دي. اوکراین ته د امريکايي چارواکو دغه وروستی رسمي سفر اوکراین څخه د ملاتړ ښکاروندويي کوي.

امریکايي او اوکرايني چارواکو ويلي دي چې پلوسي له زيلنسکي سره د يکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د اوکراین د «آزادۍ له پاره مبارزې» څخه ملاتړ وکړ. د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې ويډیو پر اساس، پلوسي وويل: «موږ باور لرو چې ستاسو ليدلو ته راغلي یو تر څو له تاسو مننه وکړو چې د خپلې آزادۍ له پاره مبارزه کوئ... زموږ ژمنه ده چې د مبارزې تر پایه به ستاسو تر څنګ يو.»

امریکا څخه د زيلنسکي مننه

زيلنسکي پر ټويټر ليکلي دي: «امریکا متحده ايالاتو څخه مننه کوو چې زموږ د هيواد د حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنې کې مرسته کوي.» زیلنسکي زیاته کړې ده: «امریکا متحده ایالات د روسېې د يرغل پر وړاندې جګړې کې اوکراین سره د قوي ملاتړ مشري کوي.» کیف ته د امریکا د کانګریس د غړو سفر د مخه اعلان شوی نه وو.

د امریکا ولسمشر جو بایدن تیره اونۍ اوکراین څخه د ملاتړ په خاطر کانګریس ته د ېوې ۳۳ ميليارډ ډالرې بستې درخواست وکړ. د پلوسې دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دوی د ولسمشر پر دغه وړانديز کار کوي او اوکراین ته ېې په اړه ډاډ ورکړی دی. په اعلامیه کې ويل شوي: «د امریکا اضافي ملاتړ په لاره کې دی او موږ پر هغې باندې کار کوو تر څو ېې يوې قانوني بستې باندې بدله کړو.»

روسیه: اوکراین خپل ملکيان په نښه کړي

روسېې پر اوکراین باندې تور لګولی چې په خرسون سیمه کې ېې پر خپلو ملکيانو ډزې کړي او وژلي ېې دي.

رويټرز ليکي د روسېې د دغې ادعا په مقابل کې د اوکراین له لورې تر اوسه کوم ځواب په لاس کې نشته.

د اوديسه ښار د هوايي ډګر د ځغاست لېکې تخريب

اوکرایني چارواکو ويلي دي چې روسېې د اودیسه ښار د مهم هوايي ډګر ځغاست ليکه یا رن وې تخريب کړې ده. د روسېې دفاع وزارت هم د يکشنبې په ورځ وويل چې د دوی توغندیو اوديسه ښار ته نژدې په یوه پوځي هوايي اډه کې د الوتکو یوه ځغاست لیکه تخریب او د بهرنيو وسلو زیرمه ېې له منځه وړې ده.

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي د دغې ځغاستليکې د بیرته جوړيدو ژمنه کړې او ويلي دي چې «اودیسه به هيڅ کله د روسېې کړنې هيرې نه کړي.»

اودیسه ښار د اوکراین په سويل لويديځ کې پروت دی چې د تيرې څه باندې دوو میاشتو په جریان کې ورڅخه د جګړې ډیر رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین جګړه او د خوراک نړيوال سازمان انديښنه

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړې د هیوادونو د اړتیا وړ خوراکي موادو د انتقال پر بهیر شدید تاثیرات درلودي، ځکه ډيری مواد په اوکرايني بندرونو کې بند پاتې دي.

په آلمان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) مشر، مارتين فریک، د آلمان خبرې آژانس ته وويل: «حاضر وخت تقریباً څلورنیم ميلیون ټنه غله دانه په اوکرایني بندرونو کې په کښتیو کې بنده پاتې ده او استفاده ورڅخه نه شي کیدلی.»

پر اوکراین د روسېې پوځې يرغل له کبله د هغو خوراکي موادو د صادراتو بهیر نهایت سخت شوی دی کوم چې د اوکراین له بندرونو او اوبو له لارې انتقالیږي. اوکراین تر دغې جګړې مخکې د نړۍ يو تر ټولو مهم د غنمو او جوارو تولیدونکی هیواد وو.

فریک وويل چي ډیری هیوادونه د اوکراین له ارزانه غنمو سره وابسته دي او غله په نړۍ کې د خوراکي موادو په مرسته کې هم ډيره اړینه ده. هغه زياته کړه: «نړۍ د اوکراین خوراکي موادو ته عاجل ضرورت لري.»

مارتین فریک وویل چې د خوړو نړیوال سازمان تر اوسه پورې شاوخوا دوه نیم میلیونه اوکراینيانو ته خوراکي مواد تهیه کړي دي.

اوکرایني بيځایه شویو سره د انجلینا جولي کتنه

د هاليود سینما وتلې ستورې او د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې ځانکړې استازې، انجلینا جولې د شنبې په ورځ د اوکراین په لويديځ کې پروت لویف ښار ته ولاړه او په دغه ښار کې يې له جګړې څخه بيځایه شويو خلکو سره ولیدل.

د اسوشتید پریس په حواله جولي د ماشومانو په ګډون بېځایه شویو ټپيانو سره چې اوس تر درملنې لاندې دې هم وکتل او خبرې يې ورسره وکړې. دا هغه ټپيان دي چې د اپریل په اوایلو کې د کراماتورسک د اورګاډي په یوه ستیشن کې د توغندي لګیدو په پيښه کې ټپیان شوي ول. په یاده پيښه کې ۵۲ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپيان شوی ول. انجلینا جولي د يوه ښوونځي له زده کونکو او لويف ښار ته د تخلېې پروګرام له لارې تازه رسیدلو مهاجرو سره کتلی دي. هغې بيځایه شويو ته وویل چي بيا به یې هم ليدو ته ورځي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.