ننگرهار: د داعش ۱۶ بهرني غړي وژل شوي
۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سهشنبهد ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقیوال په جلال آباد کې دويچه ويله ته وويل چي د هسکې مېنې ولسوالۍ پر نرۍ اوبو او چهاروازۍ سیمو باندي په هوايي بریدونو کي ۱۱ او د کوټ ولسوالۍ په سه پای سیمه کې په ځمکنیو بریدونو کي د داعش پنځه جنگيالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
مشرقیوال وايي، وژل شوي او ټپيان داعش وسله وال ټول بهرني وګړي دي.
د امنیې قومندانۍ دغه ویاند وايي، د ګډو ځواکونو له لوري د پیل شویو شاهین ۲۵ عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلي ته د یادې مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د هغوی دوه مهم پټنځایونه هم له منځه وړي دي، نهه شکمن کسان يې نیولي چې اوس تر پوښتنو گروېږنو لاندي دي.
حضرت حسین مشرقیوال وايي چي په هسکه مېنه کې د عملیاتو له پیله تر دې دمه څلور کلي له داعشه پاک شوي او دغه عملیات لا هم دوام لري.
په دغو سيمو کي د مرگ ژوبلي په اړه خبر تر اوسه پوري د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد شوی نه دی.
ځايي اوسېدونکي هم له روانو عملیاتو خوشاله دي، خو وايي حکومت دې له داعش څخه د پاکو شویو سیمو د ساتلو له پاره سیمه ایز پولیس او پاڅونوال تقویه کړي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
شاهین ۲۵ عملیات دوې ورځي وړاندې د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د داعش ډلي د ځپلو په موخه پیل شوي او لا هم ادامه لري. چارواکي وايي دغه عملیات نورو سیمو ته هم غځوي.
زموږ د ارشيف نور مطالب: