نوې څیړنه په ښارونو کي له ډیرې گرمۍ څخه خبرداری ورکوي
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهپه زوریخ کي د سویس د فدرالي تخنیکي انستیتوت، کارپوهان ډاډه دي چي تر ۲۰۵۰م کال پورې به د اقلیم بدلون ته په کتو سره د نړۍ ستر ښارونه په بشپړه توګه له نوو ننگونو سره مخامخ سي.
په دغه څیړنه کي چي د «Plos One» په نامه امریکایي ساینسي مجله کي خپره سوې راغلي چي د ځمکې شمالي برخه به په راتلونکي کي له داسي اقلیمي شرایطو سره مخامخ وي، لکه چي همدا اوس ورسره څه د پاسه زر کیلومتره لیرې جنوبي برخه مخامخ ده.
اوړي او ژمي به د اوس په پرتله ګرم وي
سویسي کارپوهان په دقیق ډول داسي وړاندوینه کوي: د اروپا په سترو ښارونو کي به هوا د اوسني وخت په پرتله په اړوي کي په اوسط ډول ۳،۵ درجې توده وي. دا په داسې حال کي ده چي د ژمي هوا به بیا په اوسط ډول ۴،۷ درجې توده وي. په دې ډول به نو هغه وخت په لندن کی هوا دومره گرمه وي لکه نن ورځ چي په مادرید کي ده. په پاریس کی به بیا د آسترالیا د کنبیرا اقلیمی شرایط حاکم سي.
په ۲۰۱۵ کال کي د پاریس اقلیمي کنفرانس د مخکي تر صنعتی کیدو وخت په مقایسه یو هدف وټاکه چي له مخې یې باید د تودخې درجې لوړیدل تر دوو ټیټ وساتل سي. له همدې کبله کارپوهان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د لا زیاتو هلو ځلو غوښتنه کوي.
د سویس د پلټنو مشر جین ـ فرانسیوز باستین، وایي چي که څه هم له څه د پاسه ۳۰ کلونو راهیسې له علمی لحاظه تفاهم رامنځته سوی چي اقلیم د بدلون په حال کی دی خو لا هم په دې برخه کی د نړۍ په سطحه عملی گامونه نه پورته کیږي.
gp/ms (afp, rtr)