1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نکريزي او بنګړي اوس هم د پخوا په شان دود دي؟

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

بنګړي او نکریزې د افغان ښځو د سینګار مهم توکي او د کلتور یوه پخوانۍ برخه ده، چې له پېړیو په خوښیو کې کارول کېږي. ځیني ښځې په دې باور دي، چې که کومو نجونو بنګړي او نکریزې نه خوښولې نو د دوی په باور دوی په ژوند نه دي مینې.

https://p.dw.com/p/4Slde
USA Islam Opferfest Eid al-Adha
انځور: Mariam Zuhaib/AP Photo/picture alliance

اوس ځيني نجوني وايي چې په افغاني ټولنه اوس بنګړي او نکریزې د پخوا په ډول ډېر نه کاري. ښکلا حیا چې په ننګرهار کې د سولې له پاره د ځوانانو همغږۍ شبکې مشرې هم کوي وايي، یو شمېر پخواني دودونه په ځانګړې توګه چې د نجونو د سینګار برخه وه، اوس په دې وروستیو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ډېر کم رنګه شوي دي.

ښکلا حیا وايي: «ځینې دا خارجي هيوادونو ته لاړل چې هلته یا کم دي او یا هم بنګړي او نکریزې بیخي څوک نه کاروي، بله وجهه يې دا ده، چې ډېرې خویندې په اداراتو او موسساتو کې وظیفې کوي چې هلته نارینه هم وي، دوی وجداناً نه غواړې د بنګړیو شرنګا يې د همکارانو مذاهمت وکړي او یا يې د لاسونو نکریزې د هغوی پام ځانته را جلب کړي.»

د نوموړې په خبره، چې بل تر ټولو مهم لامل يې دا هم دی چې وروستیو جګړو، فقر او بې وزلۍ له نجونو څخه د نکریزو او بنګړیو کارول هیر کړي دي.

وايي، اوس اکثرو کورنیو ته دا مهمه ده، چې یوه مړۍ ډوډۍ پېدا او خپله ورځنۍ ګوزاره وکړي، نو ځانته يې پام نه دی چې سینګار او شوق پسې وګرځي.

افغان کډواله حبیبه ناصري چې په پاکستان کې د هغې په خبره له کړاوه ډکي شپې ورځې سبا کوي وايي چي افغانانو په وروستیو لسیزو کې خورا ډېر دردونه او کړاوونه ولېدل، چې ځانونه ترې له یاده ووتل، تر څو بنګړیو او نکریزو ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغې دويچه ويله ته وویل: «بل علت يې دغه دی چې زه وایمه زمانه لږه عصري شوې ده، پخوا وختونو کې دغه رواجونه ډېر زیات و د نجونو او ښځو به همدغې بنګړو او نکریزو ته ډېر فکر و، ولې اوس یوازې فکر درس تعلیم او پرمختګ ته دی. مطلب دغه د بنګړو دغه رواجونه يې لږ را کم شوي دي.»

بنګړي او نکریزې د افغان ښځو د سینګار مهم توکي او د کلتور یوه پخوانۍ برخه ده، چې له پېړیو په خوښیو کې کارول کېږي.
بنګړي او نکریزې د افغان ښځو د سینګار مهم توکي او د کلتور یوه پخوانۍ برخه ده، چې له پېړیو په خوښیو کې کارول کېږي.انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د حبیبې ناصري په خبره، چې په ټوله کې اقتصادي بحرانونه هم د دې لامل شوي دي چې نجوني او ښځې نه شي کولی، چې خپل د سینګار غوښتنې پوره کړي.

نکریزې او بنګړي د افغاني او په ځانګړې توګه د پښتنو ښځو د سینګار هغه توکي او کلتوري برخه ده، چې شاعرانو هم ترې سترګې نه دي پټې کړي او په بېلابېلو بڼو يې هنري کړي دي.

د ښځو له لورې په لنډیو کې د بنګړیو او نکریزو یاد هغه څه دي چې د پښتو ادب لمنه يې له رنګا رنګۍ ډکه کړې ده، چې وايي:

بنګړي مې ستا له لاسه مات شول
که غیرتي يې راته ډک کړه مړوندونه

او یا دا چې:

ته د اختر په سهار راشه
زه به در ووځم تورې سترګې سره لاسونه

د دې ترڅنګ نارینه شاعرانو هم د خپلو شعرونو قافيې او ردیفونه د نجونو له پاره د نکریزو او بنګړیو په یاد ښکلي کړي دي، چې د پښتو یاد شاعر ارواښاد خاطر آپردی وايي:

خاطره تا خو ویل چې شیخ یمه زه
په کټ کې مات بنګړي د چا پراته دي؟

که د بنګړیو او نکریزو کارونه کمه شوي، خو بل لور ته په پاکستان کې افغان کډوالو د سرو زرو پر ځای د سپینو زرو کارونې ته ډېره مخه کړې ده، چې د سپینو زرو زرګران يې خوښ کړي دي. د پېښور په بورډ بازار کې د سپینو زرو زرګر حمیدالله وايي، د سرو زرو نرخونه خورا ‌ډېر لوړ شوي او هر څوک يې د اخیستو تاب نه لري.

ځیني ښځې په دې باور دي، چې که کومو نجونو بنګړي او نکریزې نه خوښولې نو د دوی په باور دوی په ژوند نه دي مینې.
ځیني ښځې په دې باور دي، چې که کومو نجونو بنګړي او نکریزې نه خوښولې نو د دوی په باور دوی په ژوند نه دي مینې.انځور: picture-alliance /A.Widak

حمیدالله وايي، افغانان خو اکثریت سپین زر اخلي، ځکه له یوې خوا کډوالي او له بلې خوا بې وسې هغه څه دي چې د سرو زرو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي: «نن سبا خو زموږ دا افغانان خو ټول سپین زر کاروي، هغه چې ډېر بې وسه وي هغه يې بیخي اخلي هم نه. مطلب دا دی چې له سپینو څخه کار اخلي، د چا چې وس رسېږي بیا د سرو زرو څخه توله یا نیمه توله جوړوي خو هغه هم سرمایه دار سړی کوي.»

دی وايي، د سپینو زرو د لمنو ځنځیرونه، پولي، باهوګان، ګومتۍ او امیل ډېر استعمالېږي او په وینا يې د افغاني ګنډونو سره چې کوم څه زیب کوي هغه ټول نن سبا د پلور بازار لري.

د هغه په خبره، چې افغانانو په پېښور کې د سپینو زرو کلتور تر پخوا ډېر ژوندی کړی او کاروي يې، چې د دوی بازارونه هم ورسره ښه شوي دي.

حمیدالله زیاته کړه: «تر پخوانیو خلکو اوسنۍ جینکیو دا د سپینو زرو استعمال ډېر زیات کړی دی، وجه يې دا ده، چې تر سرو زرو ازارنه او بل رواجونه يې ډېر شوي دي.»

ن.م / خ.ح / ن.ز