خیرت ویلدرز بیا د حضرت محمد د انځور د رسامۍ رقابت ترسره کړی
۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه) هالندي ښي اړخي سیاستوال د اسلام د پیغمبرحضرت محمد د کارتوني رسامۍ یو نوی ګټونکی اعلان کړ. کابو یو کال وړاندې نوموړي دغې ته ورته یوه سیالي د سختو خونړيو عکس العملونو له کبله لغوه کړې وه. نوموړي هالندي سیاستوال د دغه رقابت ګټونکی یو داسې کاریکتور اعلان کړی چې پکې د اسلام پیغمبر د تورې پګړۍ، تور کمیس، ګونځي تندي او تورې ږیرې لرونکي یوه شخص په توګه رسامي شوی دی.
د هالند د پارلمان دغه غړي د رسامۍ د دغه رقابت په هکله وویل: «د اسلامي فتواګانو او تاوتریخوالي پر ځای باید د بیان آزادي بریالۍ شي.» خیرت ویلدرز د هالند په پارلمان کې د تر ټولو سترې اپوزیسیوني ډلې مشري هم پر غاړه لري.
په ورته وخت کې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې ویلدرز وروسته له هغې دغه راز یوه سیالۍ لغوه اعلان کړه، چې د هالند پولیسو یو ۲۶ کلن شخص د اسلام ضد د موقف له کبله د نوموړي سیاستوال د وژلو د ګواښ په تور نیولی وو.
تیر ځل د ویلدرز د دغه اقدام له کبله په ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو کې پراخ لاریونونه هم ترسره شول. په اسلام کې د حضرت محمد د انځور ایستل منع ګرځول شوي دي او ګڼ شمیر مسلمانان بیا د نوموړي کاریکاتور ته د یوه ډیر پاروونکي کار په سترګه ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۵م کال کې د «یولاندز پوسترن» په نامه یوې هالندۍ ورځپاڼې د حضرت محمد یو رسامي شوي کارتوني انځور خپور کړی وو چې له کبله یې په اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپاریدل. په هالنډۍ ورځپاڼه کې د محمد د انځور تر خپریدو وروسته، د یادې ورځپاڼې د مدیر مسول د وژلو او همدا راز د کاریکاتور د رسموونکي کورت ویستیرګارد، د وژلو له پاره څو ځله هڅې هم شوي وې.
هالندۍ سیاستوال خیرت ویلدرز د اسلام انتقاد کوونکی دی او په تیرو وختونو کې یې هم د اسلام د پیغمبر په هکله څو ځله جنجالي تبصرې کړي دي. نوموړي څو ځله د اسلام پالو له لوري د مرګ ګواښونه هم ترلاسه کړي دي.