هرات: ۲ تنه برتانويان د ترور يستي پلان په تور نيول سوي
۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبهد ټایمز ورځپاڼي په خپل راپور کي لیکلي چي دغه دواړه کسان تیره اونۍ د ایران پولي ته څیرمه پر یوه هوټل تر چاپي وروسته نیول سوي دي.
د دغي ورځپاڼی په حواله دغه کسان پر انګلستان د ممکنه بریدونو د ترسره کولو په شک نیول سوي دي. د دغو بریدونو د څرګوالي په اړه نور جزئیات نه دي بربڼډ سوي او دا خبره هم نه ده روښانه سوي چي د نیول سویو کسانو له خوا انګلستان ته کوم ګواښ موجود وو او که نه؟
د ټایمز ورځپاڼه همداراز لیکي چي دا لومړی وار دی، چي په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو په لاس خپله برتانوي وګړي نیول کیږي. دغه نیول سوي شکمن کسان د پوښتنو له پاره په هلمند ولایت کي ساتل کیږي.
په لندن کی د بهرنیو او دفاع وزارتونو د پیښي پخلی کړی، خو په اړه یي نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.
د ټایمز ورځپاڼي دا هم لیکلي چي دغه دواړه کسان د افغان او برتانوي ځواکونو له خوا په ګډو پوځي عملیاتو کي د هرات ښار د تجارت په نړیوال هوټل کي نیول سوي دي.
آژانسونه / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش